د لاسرسي ځای

تازه خبر

سېنېټ ته د نویو حلقه بنديو قانون وړاندې نه شو


د پنجشنبې په ماښام له قامي اسمبلۍ د منظورېدو وروستو د حلقه بنديو په اړه اييني ترميم نن د جمعې په ورځ د سېنېټ غړیو د کمې شمېرې له کبله سېنېټ ته د منظورۍ لپاره وړاندې نه شو۔ اوس به د ګل په ورځ په راروانه غونډه کې امکان دی چې دا قانون د منظورۍ لپاره وړاندې شي.

د سېنېټ په غونډه کې نن د جمعې په ورځ يواځې د الېکشن بل ۲۰۱۷م منظوري ورکړل شوه د کوم ترمخه چې د ختم نبوت سوګند لفظونه پر خپلځای بیرته سم کړل شوي دي.

د پنجشنبې په ماښام د نویو حلقه بنديو په اړه اييني بدلون قامي اسمبلۍ منظور کړ خو نن د جمعې په ورځ د سېنېټ غړیو د کمې شمېرې له کبله دغه قانون نه شو وړاندې.

الېکشن ترميمي بل ۲۰۱۷ د قانون مرکزي وزير زاهد حامد وړاندې کړو او په متفقه توګه منظور کړل شو د کوم ترمخه چې قادياني يا لاهوري ډله غیرمسلم ګرځول شوي او کوم تن چې د ختم نبوت په سوګند د لاسليک نه انکار کوي هغه به غېرمسلم بلل کېږي.

پر دې مهال د قانون مرکزي وزير وويل چې که چرته يو تن خپل ځان د مسلمان ووټ اچوونکي په حېث راجسټر کړي او څوک پرې نيوکه وکړي نو هغه تن له به ضروري وي چې د ختم نبوت په اسنادو لاسليک وکړي.

هغه د ټولو سياسي غړو مننه هم وکړه چې په دې قانون کې يې د دوي مرسته وکړه.

د نوو حلقه بنديو په اړه اييني ترميمي قانون که څه هم تېره ورځ د قامي اسمبلۍ نه منظور کړل شو خو نن د جمعې په ورځ سېنېټته د منظورۍ لپاره وړاندې نه شو.

د راپورونو ترمخه په سېنېټکې د يو قانون د منظورۍ لپاره د ۵۰ غړو موجودګي ضروري وي خو نن دغه شمېره کمه وه.

پر نوو حلقه بنديو او سرشمېرنه په سيند صوبه کې پيپلزګوند او په ښاري سيمو کراچۍ او حېدراباد کې متحده قامي مومنټ له خوا نيوکې رامخې ته شوې وې د کومو د لرې کولو په غرض چې د قامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق په مشرۍ څو وارې د پارليماني مشرانو غونډې شوې دي.

اوس د متحده قامي مومنټ غوښتنه منل شوې او د حکومت له خوا ورته ويل شوي چې د مشترکه مفاداتو کونسل په غونډه کې به د دوي پر غوښتنو بحث کېږي.

که چرې د ګل په ورځ د سېنېټنه د نوو حلقه بنديو قانون منظور شي نو د هغې وروستو به ولسمشر ته د لاسليک لپاره لېږل کېږي او تر هغې وروستو به د پاکستان د قانون برخه وګرځي.

د ذکر ده چې د نوې سرشمېرنې په بنياد ويل شوي چې په حلقه بنديو کې به د پنجاب نهه څوکۍ کمېږي کوم کې چې به خېبرپښتونخوا ته پينځه، بلوچستان ته درې او اسلام اباد ته يوه څوکۍ ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG