د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا حکومت د یو ارب نیالګیو لګولو ادعا کړې


د خېبرپښتونخوا حکومت د ځنګلونو محکمې چارواکي ادعا کوي چې په صوبه کې يې د يو ارب نیالګیو لګولو پروژه 'ببليون ټري څونامي' په بریالیتوب سره سر ته رسولې ده.

په دې لړ کې د نهې په ماښام د اسلام اباد په کنونشن سنټر کې يوه دستوره هم وشوه چې پکې د صوبې اعلاوزير پرویز خټک ترڅنګ نورو مشرانو هم ګډون درلود.

دا پروژه په ۲۰۱۵م کې د خېبر پښتونخوا حکومت پېل کړې وه چې مرام يې د صوبې په بېلا بېلو برخو کې يو ارب نیالګي لګول وو. د نومبر پر څوارلسمه حکومتي چارواکيو او په صوبه کې د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف مشرانو په دغه دستوره کې وويل چې د دوو کالو په لنډه موده کې یې دا پروژه سر ته رسولې چې د پاکستان په کچه د قدرتي وسیلو د خونديکولو او غرييزې ځمکې بيا ابادولو يواځنۍ منصوبه وه.

په سوات کې د چاپیریال د ساتنې د ادارې مشر اکبرزیب مشال ریډیو ته وویل چې دا یوه ښه منصوبه ده خو ټوله ستونځه ددې په عملي کولو کې ده. نوموړي زیاته کړه چې باید ددې لپاره یوه ستراتیجي وي او د ټولنې په کچه خلک ددې په اهمیت پوهه کړل شي.

د دې پروژې مشر سيدطارق علي شاه مشال رېډيو سره په يوه مرکه کې وويل چې د نړيوال معيار ترمخه د يو هېواد کم نه کم ۲۵ فيصده برخه ځنګل يا شينکی پکار دی . له دې پروژې وړاندې خېبر پښتونخوا کې ۲۱ فيصده ځنګلونه وو خو اوس دغه شرحه ۲۳ فيصده ته لوړه شوی ده.

نوموړي وويل چې له چتراله تر ډېره اسماعيل خانه چې څومره هم سيمې دي هلته دا نیالګي لګول شوې دي.

د ځينو سياسي ګوندونو له خوا په دې ورستيو کې په دې پروژه او په خصوصي توګه د دې په شمېر نيوکې شوې دي.

په سوات کې د چاپیریال د ساتنې د ادارې مشر اکبرزیب مشال ریډیو ته وویل چې دا یوه ښه منصوبه ده خو ټوله ستونځه ددې په عمليکولو کې ده. نوموړي زیاته کړه چې باید د دې لپاره یوه ستراتیجي وي او د ټولنې په کچه خلک د دې په اهمیت پوه کړل شي.

د صوبايي حکومت او ځنګلونو د محکمې چارواکي دغه ټولې نيوکې ردوي او وايي چې د نړيوال کچ دوه ادارو د دې د شمېر او معيار پخلی کړی دی.

XS
SM
MD
LG