د لاسرسي ځای

تازه خبر

“ ټوپک نه موبايل نېټورک غواړو “


په ډیريو قبایلي سیمو کې د موبایل شبکه تړل شوې او خلک له یو بل سره تماس نه شي نیولای. د امنیتي چارواکیو لخوا ویل شوي وو چې موبایل نیټورک يي د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره تړلی دی.

د قبایلي سیمې ځوانانو نن (شنبه) د اسلام اباد پریس کلب مخې ته په فاټا کې د موبایل شبکې تړل کېدو پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

دوي غوښتنه کوله چې موبایل شبکې دې بحال کړل شي ځکه چې د نیټ ورک د تړل کېدو له کبله دوي د وطن نه بهر خپلو خپلوانو سره رابطه نه شي کولې او د انټرنیټ د نیشتوالي له کبله د ذده کوونکو ذده کړی هم اغیزمنې شوي دي.

دغه مظاهرچيانو د "ټوپک نه موبايل نېټورک غواړو " شعارونه ورکول.

د مومند ایجنسۍ مزمل شاه چې په قايداعظم پوهنتون کې د ډاکټرېټ زده کړې کوي وويل چې د شاوخوا نهو مياشتو راهيسې د دوي په سيمه کې د موبايل نېټورک نشته او دوي ته ويل کېږي چې دا د امنيت په غرض بند کړل شوي دي، خو د دې له کبله د هغه سيمې خلک له يو بله نه خبرېږي.

د نوموړي په وينا چې دوي د رياستي او سرحدي چارو وزير عبدالقادر بلوڅ ته هم خبره رسولې خو لا هم کوم ګام نه دی پورته کړی شوی.

هغه زياته کړه "د سيمې زيات خلک د مزدورو پسې بهر دي، د تعليم لپاره هم نورو ښارونو ته ځي نو د دې خلکو په مياشتو مياشتو د خپلو خپلوانو سره هېڅ رابطه نه کیږي "

د باجوړ ايجنسۍ ځوان عنايت سالارزي وويل چې په يويشتمه پېړۍ کې هم د دوي نه د يو بل سره د رابطې حق تروړل شوی دی خو تپوس يې ځکه نه شي کولی چې هلته د ځايي چارواکو سره خبرې کول د یو عادي وګړي د وس خبره نه ده.

د متعلقه چارواکیو له خوا په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي. ددې نه وړاندې د امنیتي چارواکیو له خوا ویل شوي وو چې موبایل نیټورک يي د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره تړلې دی.

XS
SM
MD
LG