د لاسرسي ځای

تازه خبر

' زرداري د بلچا خوشالولو لپاره راته سپورې ستغې وايي'


د پاکستان پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ ن مشر نوازشريف د جمعې په ورځ احتساب عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال ويلي چې پخوانی صدر او د پيپلزګوند مشر اصف علي زرداري د نورو خوشالولو لپاره دوی ته سپورې ستغې وايي.

نوازشريف له خپلې لور مريم نواز او زوم کېپټن صفدر سره د اسلام اباد احتساب عدالت ته په درېم ځل وړاندې شو.

د دې اورېدنې پرمهال احتساب عدالت ته نزدې په لسګونو د پوليس او اېف سي اهلکار ځای پر ځای کړی شوي وو.

د عدالت نه بهر د خبريالانو سره غېررسمي خبرو کې پخواني وزيراعظم نوازشريف وويل چې هغه ته دا هم لا نه دي ويل شوي چې کومې مقدمې پرې درج شوي، کومه ټېکه يې اخستې يا د رشوت اخستلو کېس دی. هغه زياته کړه چې چرته د دې سزا خو نه ورکول کېږي چې ترهه ګري له هېواده ختمه کړې شوې او معيشت د پرمختګ پر لور روان دی.

د پيپلزګوند د مشر اصف علي زرداري په اړه نوازشريف وويل چې په داسې حالاتو کې د جمهوريت ملاتړ کول پکار دي، که څوک خوشحالولو کې ځيني خلک مشغوله شو نو دا به د جمهوريت پورې ملنډې وي. هغه تور ولګوو چې اصف علي زرداري د يو چا د خوشحالولو لپاره په دوي پورې سپورې ستغې وايي.

نوازشريف زياته کړه چې څومره هم کېسونه روان دي ټول يې لوستي دي، ټول د کاروبار په اړه دي.

هغه د کورنۍ دننه د اختلاف خبرونه هم رد کړل او وې ويل چې دا يواځې د بهر خلکو خواهش کېدلی شي.

د نوازشريف احتساب عدالت ته د وړاندې کېدو پرمهال د هغه سره د ګوند د غړو او کارکنانو ترڅنګ د کابينې غړي هم موجود وو.

د عدالت نه بهر خبرو پر وخت د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب وويل چې کله پاناما اسناد راغلل نو نوازشريف په خپله سپريم کورټ ته خط وليکو. بيا د جی ايي ټي مخې ته سره د کورنۍ وړاندې شو او اوس عدالتونو ته هم راځي. د دې هر څه يواځينی مقصد هغه بنياد کېښودل دي چې احتساب پکار دی.

"دا تاريخي ورځ نه ده خو په پاکستان کې يو تاريخي دور ضرور شروع شو، د وزيراعظم په حېث نوازشريف خپل ځان د احتساب لپاره پېش کړی وو نو ويلي وو چې دا روايت زه پېل کووم او له دې روايته او احتسابه به څوک هم تېښته نه شي کولی"

د ذکر ده چې په درېم ځل نوازشريف د جمعې په ورځ احتساب عدالت ته وړاندې شو خو عدالت د هغه د نه حاضرېدو درخواست رد کړو او تر اووم نومبر يې اورېدنه وځنډوله.

د نوازشريف د دې تورونو په غبرګون کې د پيپلزګوند مخکښ او په قامي اسمبلۍ کې د مخالفه ګوندونو مشر خورشيدشاه ويلي چې دا وار به نوازشريف نه بچ کوي او بايد نوازشريف هغه ورځ ياده کړي چې د اصف علي زرداري سره د ملاقات کولو يې انکار کړی وو.

د خورشيدشاه په وينا "موږ يو وار د جمهوريت په خاطر نوازشريف بچ کړی وو خو اوس به په يو قيمت هم هغه نه بچ کوو. کله چې هغه د اصف علي زداري سره نه ملاوېدو نو مياصاحب دې ووايي چې هغه وخت کې يې څوک خوشحالوو؟ دا مکافات عمل دی"

XS
SM
MD
LG