۲۰۰۷م کال وو. طالبان په نيمه شپه د مومندو ایجنسۍ آصف الله کلي ته د يو سکول ورانولو لپاره ورغلل. اصف الله وايي مور او د کلي ښځو طالبانو ته زارۍ او منتونه وکړل چې د هغوی د بچو د زده کړې دا يوازينی سکول دې نه ورانوي خو طالبانو ونه منله. بمونه يې ورته کېښودل او سکول يې ويجاړ کړ. د دغه دوه چته ښوونځي د ورانېدو سره پنځه سوه ماشومان له تعليمه پاتې شول.

د تعليم سره د وسله والو دښمني هغه وخت لا ډېره څرګنده شوه کله چې تحريک طالبان پاکستان وسله والې ډلې په ۲۰۱۲ کال کې په سوات کې د زده کړو لپاره په مبارزه کوونکې، ملالې يوسفزۍ بريد وکړ. ډېرو څېړونکو وويل چې دا له تعليم نه د وسله والو وېره ښيي. ملاله په دې بريد کې سخته زخمي شوه او تر درملنې وروسته ورته په ۲۰۱۴ کال د تعليم لپاره د مبارزې په خاطر د سولې نوبيل جايزه ورکړل شوه. هغې په ملګرو ملتونو کې په يو تقرير کې وويل سخت دريځې ډلې له قلم او کتاب نه ويريږي.

ړنګ کړل شوي سکولونه

د مومندو د آصف الله د کلي وران شوی ښوونځی يوازينئ تعليمي اداره نه ده چې سختدريزۍ ځپلې ده.

د فاټا تعليم څانګې مرستيال مشر لايق خان وايي په ټولو قبايلي سيمو کې ۱۱۹۵ سکولونه په جنګونو کې تبا شوي چې په کې ۸۴۶ سکولونه بيا جوړ کړل شوي دي او درې سوه يوکم پنځوس لا هم وران پراته دي چې په راتلونکو دوو کلونو کې به جوړ کړل شي. د قبايلي سيمو تعليم چارواکي په بېلابېلو سيمو کې د ړنګ کړل شوو سکولونو شميره مختلفه ښيې.

جنوبي وزيرستان ۴۰۰
کرمه ايجنسي ۷۲
اورکزو ايجنسي ۱۴۱
خيبر ايجنسي ۱۸۳
مومندو ايجنسي ۱۳۰
باجوړ ايجنسي ۱۰۸

هاشم خان: ۱۲ اربو روپيوو ته ضرورت لرو

د فاټا د تعليم څانګې مشر هاشم خان وايي چې په قبايلي سيمو کې د ويجاړو شويو سکولونو د بيا رغونې او په هغو کې د بنيادي سهولتونو برابرولو لپاره شا و خوا ۱۲ اربه روپو ته اړتيا ده.

بلخوا د فاټا تعليم څانګې مرستيال مشر لايق خان وايي په باجوړ، اورکزو او شمالي وزيرستان کې د يوشمير ړنګ کړل شويو سکولونو زده کونکي په خيمو کې زده کړې کوي.

لايق خان: ډيرې زده کوونکي په خېمو کې زده کړې کوي

په ۲۰۰۱ کال کې چې کله د امريکې په مشرۍ ناټو ځواکونو په افغانستان کې د طالبانو حکومت چپه کړ نو له هغه ځايه ځيني وسله وال قبايلي سيمو ته لاړل. دلته تحريک طالبان پاکستان او ځينو نورو ډلو خپل فعاليت ته دوام ورکړ چې ځينو يې سکولونه د بنديخانو په توګه کارول.

جنوبي وزيرستان

د جنوبي وزيرستان د تعليم څانګې مشر محب داوړ وايي چې دغلته ټولې ۷۳۳ تعليمي ادارې دي چې پکې شا و خوا ۴۰۰ په جنګونو کې ړنګې شوې وې او نورې بندې وې چې له کبله يې تر درېوو کلونو پورې په دغه سيمه کې د زده کړې عمل په ټپه ولاړ و. نوموړی وايي په ۲۰۰۹ م کال کې څه باندې ۴۰،۰۰۰ زده کونکو زده کړې ترلاسه کولې چې د وسله والو پرضد د راه نجات پوځي عملياتو د شروع کېدو له کبله يې زده کړې په ټپه ودريدلې. محب داوړ وايي چې اوسمهال د جنوبي وزيرستان په تعليمي ادارو کې څه باندې ۲۰۰۰۰ زده کونکي دي.

شمالي وزيرستان

د شمالي وزيرستان د تعليم څانګی چارواکی فدا خان وزير وايي چې په شمالي وزیرستان کې دا وخت ۹۵۱ سکولونه دي چې په کې ۳۰ د امنيتي انديښنو له وجې بند دي. نوموړی وايي په دې سکولونو کې د زده کونکو شمير ۷۰،۰۰۰ دی . چارواکي وايي چې د ۲۰۱۴ م کال ضرب عضب پوځي عملياتو شورو کېدو له وجې د ۸۰،۰۰۰ زده کونکو تعليم متاثره شوی وو خو احسان داوړ چې په شمالي وزيرستان کې تعليم ته د اوښتي زيان په اړه يې تحقيق کړی، دغه شميره ۱۵۰،۰۰۰ ښيې. خو ليکوال محسن داوړ بيا وايي چې په شمالي وزيرستان کې د ضرب عضب عملياتو مخکې د زده کونکیو استحصال روان و او وسله والو به ځوانانو ته سختې سزاګانې ورکولې، د مثال په توګه ځوانان به يې په ګرم تبخي کينول، په دورو به یې وهل او قيد کې به يې ساتل. همداراز د لوبو يا سپورټس ميدانونو کې به مارټرګولۍ پرېوتې او د موسيقۍ د بنډارونو په ګډون هرقسمه د ساعت تيرۍ په مېلو بنديز و.

کرمه ايجنسي

د کرمې ايجنسۍ د تعليم څانګې مشر احمد خان وايي چې په لاندې او مرکزي کرمه کې ۲۵۹ تعليمي ادارې وې چې پکې ۷۲ وسله والو په مکمله توګه نړولې چې اوس پکې يوازې ۲۳ تعليمي ادارې بيا جوړې دي. نوموړی وايي داسې سيمې هم شته چې د بد امنۍ له وجې پکې ۸ سکولونه بند دي. دی زیاتوي چې ۱۶ سکولونه په کې د فرقه ييزه تشدد ښکار شوي وو. نوموړی وايي په کرمه ايجنسۍ کې د بدامنۍ له وجې د ۷۰،۰۰۰ زدکونکو تعليم متاثره شوی چې په کې ۳۵،۰۰۰ هلکان او ۲۵،۰۰۰ جينکۍ دي. د تعليم څانګې مشر احمد خان وايي اوسمهال د مرکزي کرم ايجنسۍ په تعليمي ادارو کې ۲۵،۰۰۰ او لاندې کرم هغې کې څه باندې ۱۸۰۰۰ زده کونکي دي.

د کرمې ايجنسۍ د ترې منګل سيمې نور سعيد وايي چې په ۲۰۰۹ م کال کې کله چې د دوی په سيمه کې بدامني پېل شوه نو هغه وخت دی په نهم جماعت کې و. نوموړی وايي د بد امنۍ له وجې د ده او نورو يوشمير زده کونکو پنځه کاله تعليم اغيزمن شوی. په کرمه ايجنسۍ کې په ۲۰۱۰ م کال کې د وسله والو پرضد عمليات ترسره شول.

اورکزو ايجنسي

په اورکزو ايجنسۍ کې په ۲۰۰۶ م کال کې فرقه ييزه نښتې پېل شوې چې له کبله يې يوشمير خلکو کډې وکړې خو په دې سيمو کې لومړی د ډبوري سيمې سکول وو چې وسله والو په ۲۰۰۸ م کال کې وران کړ او له همدې سره په دغه سيمه کې د سکولونو ورانولو لړۍ پېل شوه. د اوکزو ايجنسۍ د تعليم څانګې مشر فضل اپريدی وايي په دې ايجنسۍ کې ټول ۴۸۰ سکولونه و چې په کې ۱۴۱ ړنګ کړل شوي دي. په سيمه کې د مشال راډيو خبريال وايي چې په اورکزو ايجنسۍ کې زياتره تعليمي ادارې په ۲۰۱۰ م کال کې د پوځي عملياتو پرمهال تبا شوې وې چې لا هم نه دي رغول شوي.

مومندو او باجوړ ايجنسۍ

د مومندو ايجنسۍ د تعليم څانګې پخوانی مشر فیض محمد وايي دغلته ۵۱۵ تعليمي ادارې وې چې پکې شا و خوا ۱۳۰ وسله والو تبا کړې وې . په دې سيمه کې په کال ۲۰۰۷ کې شورو شوې بدامنۍ له وجې يوشمېر خلکو کډې وکړې چې له وجې يې د زرګونو طالب علمانو زده کړې اغيزمن شوې.خو چارواکي وايي دغلته اوس زياتره سکولونه جوړ کړل شوي دي.همداراز په باجوړ ايجنسۍ کې هم په ياد کال بدامني پېل شوه چې له کبله يې ۱۰۸ سکولونه تبا شول او د زرګونو زده کونکو زده کړې متاثره شوې خو د چارواکو په خبره اوس دغه تعليمي ادارې جوړې کړل شوي دي.

خيبر ايجنسي

د خيبر ايجنسۍ د تعليم څانګې مشر عبدالروف وايي د دوی په سيمه کې وسله والو ۱۸۳ سکولونه تبا کړي وو چې پکې۱۵۳ يوازې په خيبر ايجنسۍ کې وو. دی وايي حکومت د مختلفو غير دولتي ادارو په مرسته يوشمير سکولونه بيا جوړ کړي دي.په خیبر ایجنسۍ کې په ۲۰۰۸ کال بد امني پیل شوه چې له کبله يې په باړه او خوا وشا سیمو کې زرګونه خلک بې کوره شول. لومړی سکول په ۲۰۱۰ کال وسله والو په لواړګي کې په بمونو والوزو او دغه لړۍ تر ۲۰۱۴ م کاله پورې روانه وه.

بې تعليمي له ځوانانو نه د ترهګرۍ خشاک جوړوي

په ۲۰۱۴ کال کې د خېبر پښتونخوا ګورنر له دفتره په خپاره شوي رپورټ کې ويل شوي چې قبايلي سيمو کې تر پنځوس فيصده زيات خلک بې تعليمه او ۱۲ فيصده بې روزګاره دي. دې کې ډېر شمېر د ځوانانو دی.

د بشري حقونو ادارې او په خېبر ايجنسۍ کې د خادم الخلق په نامه د غير دولتي ادارې چارواکي وايي بې تعليمي او بې روزګاري سخت دريځۍ او ترهګرۍ زياتولو کې لوی کردار لوبوي. د خادم الخلق په نامه اداره چې په قبايلي سيمو کې د وسله والو له اغيز نه ځوانان ژغوري ، د دې مشر فاروق اپريدی وايي د قبايلو ډېر شمېر ځوانان د وسله والو ډلو او يا د حکومت ملاتړ لرونکو امن لښکرونو برخه شوي دي.

نوموړی وايي د ړنګو تعليمي ادارو هغه زده کونکي چې په خپلو سيمو کې ګېر پاتي وو، له ټوپک راپورته کولو پرته بله لاره نه درلوده. اپريدی زياتوي چې ځيني ځوانان بندوبستي سيمو ته کډه شول خو په هغوی کې ډېرو کمو زده کونکو خپلې زده کړې بيا پېل کړي او زياتره يې په هوټلونو، سړکونو جوړولو پشمول نورې سختې مزدورۍ کوي.

په اسلام اباد کې د ځوانانو فعاليت او پرمختګ په نامه د سازمان مشر رازق فهيم وايي کېدای شي په قبايلي سيمو کې جنګ ختم شي خو دغلته تعليم ته د اوښتي تاوان منفي نتيجې به تر لسګونو کلونو پورې موجودې وي.

رازق فهيم: تعليم ته د اوښتي تاوان منفي نتيجې به تر لسګونه کلونو پورې په قبايلو وي