د لاسرسي ځای

تازه خبر

مشالونه، د سوله ایزې مبارزې لارویان


;مشالونه؛ د خدايي خدمتګار تحریک د نومیاتیو مبارزینو د ژوند او کار په اړه د مشال راډیو خبریال شاهین بونېري غږیزې خپرونې وې چې اوس ورته د کتاب بڼه ورکړل شوې ده.

;مشالونه؛ د خدايي خدمتګار تحریک د نومیاتیو مبارزینو د ژوند او کار په اړه د مشال راډیو خبریال شاهین بونېري غږیزې خپرونې وې چې اوس ورته د کتاب بڼه ورکړل شوې ده.

دا دشلمې پیړۍ د هغو اتلانو پر ژوند راڅرخي چې د عدم تشدد د ستر لارښود خان عبدالغفار خان د انجمن اصلاح افاغنه او بیا وروستو د خدايي خدمتګار په تحریک کې یې نه ستړېکېدونکې هلې ځلې کړې.

د باچاخان په دغه غورځنګ کې د لرې برې پښتونخوا ولسونه مله ولچې موخه یې د پښتنو په ټولنه کې ولسي او کلتوري اصلاحات او هغوی د پيرنګي سامراج پرضد مبارزې ته راپارول ول.

په دوه زره شپاړسم او اوولسم کال کې د مشال راډیو په دغه خپرونه کې د خدايي خدمتګارانود ژوند او کار په اړه له څېړونکیو، تاریخ لیکونکیو او د دغه مشرانو د کورنیو له غړیو سره خبرې شوې.

؛ مشالونه؛ له راروانې اوونۍ په پیښور، سوات، کوټه، کابل او جلال اباد کې له کتابپلورونکیو (کتاب فروشان) ترلاسه کېدلی.

د مشال ریډیو انتظامیه اراده لري چې دغه کتاب د پښتونخوا له بېلا بېلو برخو څېړنیزو مرکزونو، د پوهنتونونو کتابتوبونو او تعلیمي ادارو ته وروسوي.

د مشالونه په نوم د خپرونو لړۍ تاسو په دې لاندیني لیک هم اورېدلی شئ.

https://www.mashaalradio.com/z/19881

XS
SM
MD
LG