د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: داعش او طالب وسله والو نښته کې ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله


افغان چارواکي وايي، د طالب او داعش وسله والو په نښته کې شپږ ولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار ولایت چارواکي وایي، له چپرهار ولسوالۍ سره تړليو سيمو کې د یکشنبې سهار د داعش او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې، چې پکې یوه ماشومه وژل شوې او د دوو ماشومانو په ګډون درې ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

په ننګرهار ولایت کې چپرهار یو له هغو ولسوالیو ده چې تېر کال په کې ډېرې سیمې داعش وسله والو نیولي وې خو په دې وروستیو کې هغه ټولې سیمې د وسله والو طالبانو تر ولکې لاندې وې چې پخوا د داعش په واک کې وې.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼی وایي چې داعش په چپرهار ولسوالۍ کې وروسته له هغې د وسله والو طالبانو سره جګړه کوي، چې د نورو ولسوالیو ترڅنګ په هسکه مېنه ولسوالۍ کې د حمزه په نوم د پیل شويو عملیاتو کې تر هوایي او ځمکنیو بریدونو لاندې نیول شوي دي.

ښاغلی خوږیاڼی زیاتوي چې امنیتي مسوولین هلي ځلي کوي، چې د چپرهار ولسوالۍ ولسونه د دواړو مخالفو ډلو له عذابه وژغوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG