د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغان طالبانو سره روسان ليدل شوي: ولسوال اخوندزاده


د افغانستان د کجکي ولسوال ادعا کوي چې له وسله والو طالبانو سره بهرنيان چې په ګومان يې روسان دي، ليدل شوي دي.

عبدالرازق اخوندزاده د يکشنبې په ورځ مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وويل، خلکو ورته ويلي چې لس بهرنيان چې په ګومان يې روسيان دي د ډاکټرانو په جامو کې ليدلي چې هغوي د وسله والو طالبانو په مجلسونو کې برخه اخلي.

دغه خلک وايي، په دې کې اته سړي او دوې ښځې دي او دوی فکر کوي چې هغوي د وسله والو طالبانو سلاکاران دي اوپه دولتي تاسیساتو د بريدونو نقشې او مشورې ورکوي.

دده په وينا تردې وړاندې هم د پاکستان د پنجاب اوسېدونکي او ايرانيان له طالبانو سره ملګري ليدل شوي وو.

په دې اړه چې د هلمند له والي سره تماس و نيول شو نو هغه وويل، د روسيانو د ممکنه شتون په اړه پلټنې کوي.

دده په وينا دا د اندېښنې وړ خبره ده.

خلکو راته ويلي چې لس بهرنيان چې په ګومان يې روسان دي د ډاکټرانو په جامو کې ليدلي او هغه د وسله والو طالبانو په مجلسونو کې برخه اخلي. ولسوال عبداارازق اخوندزاده

روسیې د دې ادعاو په اړه لا څه نه دي ویلي، خو په تېرو وختونو کې روسیې، پاکستان او ایران په بیا بیا دا تورونه رد کړي چې ګواکې له طالبانو سره مرسته کوي.

البته امریکا په وروستیو کې ویلي ول چې ښايي روسیې طالبانو ته مرستې ورکړې وي.

د۲۰۱۵ میلادي کال دفېبرورۍ پر اتمه نیټه په افغانستان کي د داعش لومړۍ فعالیت هم دکجکي ولسوالۍ دزمینداور د اذان له کلي پیل شوی وو چي وروسته يې مرکزونه په نښه شول او لومړی قومندان ملا روف خادم چي دطالبانو څخه داعش ته اوښتی و دبهرنیو ځواکونو دبي پیلوټه الوتکې په برید کي ووژل سو.

تر دي وړاندې د وسله والو طالبانو په لیکو کي دپاکستانیانو ترڅنګ دمرکزي اسیا د یو شمېر هېوادونو اوسېدونکيو د شتون خبره کېدله خو اوس د روسيانو د موجودګی ګومان هم کېږي.

دې خبرې خلک اندېښمن کړي دي.

دهلمند دمدني ټولنو دهمږغۍ دمرکز مرستیال سلیم رودي وايې بايد حکومت په دې اړه له ولس سره مالومات شريک کړي.

دا په داسې حال کې دهچي ددې ولایت ۷ ولسوالۍ لا د وړاندي دوسلوالو پهکنټرول کې دي او دپاته شپږو نورو يې دمرکزونو په شمول لږ سیمي دحکومت تر ولکې لاندي دي او دې لنډو ورځو کي دوسلوالو لخوا دتازه پیل سو جګړو په خاطر تر لوړ امنیتي خطر سره مخامخ دي.

راپور: الياس داعي

XS
SM
MD
LG