د لاسرسي ځای

تازه خبر

ايراني ولسمشر سخدريځو ته د رايو نه ورکولو غږ کړی


د ایران ولسمشر حسن روحاني ایرانیانو ته خبرداری ورکړي که په ټاکنو کې سختدریځو ته رایې ورکړې نو هېواد به د امريت په لور ولاړ شي.

بلخوا د روحاني مهمو مخالفانو ويلي چې د ولسمشر اقتصادي پالیسۍ ناکامه شوې دي.

ښاغلي روحاني او د هغه سیال ابراهیم رييسي له تلویزیوني مناظرې یوه ورځ وروسته دشنبې په ورځ په جلا جلا غونډو کې خپلو پلویانو ته ویناوې وکړې.

روحاني، چې هڅه کوي د دوهمې څلور کلنې دورې لپاره ولسمشر شي، په یزد ښار کې خپلو پلویانو ته وویل دوي به هغه کسان پرې نه ږدي چې د امنیتي کسانو او پولیسو ماحول بیا واکمن کړي.

په ايران کې د مئی په ۱۹ مهنيټه د ولسمشرۍ ټاکنې کيږي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG