د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که فاټا اصلاحات اسمبلۍ کې وړاندې نه شو نو اسلام اباد به وتړو"


د پاکستان په پارليمان کې د قبايلي سيمو استازيو دړکه ورکړې، که د قامي اسمبلۍ په غونډه کې فاټا اصلاحات وړاندې نه شو نو اسلام اباد به د احتجاج په توګه و تړي.

د شنبې په مازېګر اسلام اباد کې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال د فاټا استازو وويل چې مرکزي حکومت د قبايلي سيمو اصلاحاتو کې له ځنډه کار اخلي.

پر دې موقع له خېبر اېجنسۍ د قامي اسمبلۍ غړي حاجي شاه جي ګل مشال راډیو ته وويل چې د مې پر پینځمه نېټه د قامي اسمبلۍ غونډه کېدونکې ده او د مې پر شپږمه دوی ټول ګونديزه غونډه راغواړي نو که چرته حکومت فاټا اصلاحاتي رپورټ د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه کړ نو د مۍ پر ۲۰ مه نېټه په اسلام اباد کې احتجاج وکړي.

که فاټا اصلاحاتي رپورټ د منظورۍ لپاره قامي اسمبلۍ ته وړاندې نه شو نو موږ به اسلام اباد وتړو اوهيچا ته به په سېکرېټرېټ کې د کارکولو اجازه ورنکړو. حاجي شاه جي ګل

نوموړي د احتجاج د څرنګوالي په اړه زياته کړه چې اسلام اباد به وتړي او هيچا ته به په سېکرېټرېټ کې د کارکولو اجازه ورنکړي.

په خبري غونډه کې ناست سنېټر سجاد توري مشال راډیو ته وويل چې د فاټا ټولو پارلماني غړيو څو ورځې وړاندې د فاټا اصلاحاتو په اړه يوه غونډه کړې وه چې پکې يوازې يوه دوو استاذيو ګډون و نکړ خو نورو ټولو په يوه خوله دا غوښتنه وکړه چې بايد پر فاټا اصلاحاتي رپورټ عمل وشي.

نوموړي زياته کړه چې د وفاقي کابينې تر منظورۍ وروسته رپورټ ولسمشر ممنون حسين ته لېږل شوی دی چې هغه لا هم ورباندې لاسليک نه دی کړی.

د پاکستاني وزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کابينې غونډې د سږ کال د مارچ پر دوهمه نېټه د فاټا اصلاحاتو رپورټ منظوري ورکړې وه.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د فاټا د استاذيو مشر حاجي شاه جي اپريدي سره له ملګرو د اپريل پر۲۹ مه نېټه په اسلام اباد کې خبرې غونډه وکړه( فايل فوټو)
د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې د فاټا د استاذيو مشر حاجي شاه جي اپريدي سره له ملګرو د اپريل پر۲۹ مه نېټه په اسلام اباد کې خبرې غونډه وکړه( فايل فوټو)

تر منظورۍ وروسته د نوازشريف بهرنيو چارو سلاکار او فاټا اصلاحاتي کمېټۍ مشر سرتاج عزيز خبريالانو ته وويل د راتلونکیو پنځو کلونو په موده به کې قبايلي سيمې تر پراخ مشاورت وروسته د هېواد په بشپړ ايیني چوکاټ کې راوستل کېږي

نوموړي زياته کړې وه چې تر ايني اقدام وروسته به د فاټا خلکو ته حق ورکړل شي چې د ۲۰۱۸ مېلادي کال ټولټاکنو پر مهال د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ لپاره خپل استازي غوره کړي، اېف سي ار به ختم شي او پرځای به يې رواج ايکټ نافذه شي چې له مخې به يې يو کس د خپل جرم په خپله ذمه واره وي.

XS
SM
MD
LG