د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې دوه امریکايي سرتیري وژل شوي دي


امریکايي پوځ وایي چي په افغانستان کي د اسلامي دولت وسله والې ډلې په یو ودانۍ د برید پر مهال د دوي دوه سرتیري وژل شوي دي.

چارواکو زیاته کړې ده چې کیدې شي دا دواړه سرتیري د خپلو ملګرو نه په خطا کې په نښه شوي وي.

تيره ورځ د پینټاګون وياند کيپټن جيف ډيوس وويل چي ددې په اړه پلټني روانې دي چي آیا دا سرتيري د امریکايي او که د افغان ځواکونو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

ښاغلي ډيوس وويل چي په ننګرهار ولايت کې د روانې مياشتې د شپږ ویشتمي نيټي ددي بريد هدف د اسلامي دولت وسله والي ډلي يو کمانډر عبدالحسيب وو . امریکايي ځواکونه ګمان کوي چي ياد کمانډر وژل شوي دي خو تر دا مهال يي پخلې نه دې شوی.

د ډيوس په خبره په دي عملیاتو کي پنځوسو امریکايي او څلویښت افغان سرتیرو برخه اخستې وه.

XS
SM
MD
LG