د لاسرسي ځای

تازه خبر

له اروپايي ټولنې په بلوچستان کې د ډېمونو جوړولو غوښتنه


په بلوچستان اسمبلۍ کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند غړی او د پبلیک اکاونټس کمېټۍ چیېرمېن عبدالمجید خان اڅکزي له اروپايي ټولنې غوښتي چې په صوبه کې دې د وچکالۍ ختمولو او ډېمونو جوړولو لپاره د ۳۰۰ بیلیونه ]ارب] روپیو غوښتنه کړې. نوموړي دا غوښتنه د پنجشنبې ورځ په کوټه کې د اروپايي ټولنې له یوه پلاوي سره د غونډې مهال وکړه.غونډې ته وویل شول چي په صوبه کې تر اوږدې وچکالی وروسته اوس تر ځمکه لاندې د اوبوکچه نوره همراټیټه شوې ده.

له مشال راډيو سره په خبرو کې مجید خان اڅکزي وویل چې د پاکستان وفاقي حکومت په بلوچستان صوبه کې پنځلس کاله مخکې د یو سل ډېمونو جوړولو اعلان کړی وو خو تر اوسه یې تش شل ډېمونه جوړ کړي دي.

د غونډې مهال د بلوچستان زراعت ډایکټرجنرل عبدالوهاب وویل،پکار ده چې صوبايي حکومت د بودیجې لویه برخه دا ځل د باران اوبو زېرمه ولو ته بېله کړي.

په بلوچستان کې له تېرو څو لسیزو راهیسې اوږدې وچکالۍ د دغه صوبې ګڼ ولس ته اړ کړی چې له کلیو و ښارونو ته کډه وکړي او د صوبايي حکومت لپاره یوه لویه ننګونه ده چې د ډېمونو په جوړولو سره د ولس کوچېدل ودروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG