د لاسرسي ځای

تازه خبر

ګلبدین حکمتیار لغمان ولایت ته رسېدلی دی


د افغانستان لغمان والي له دفتره نن د جمعې په ورځ په خپره شوی یوه خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې د چارشنبې په شپه د لغمان والي عبدالجبار نعیمي د ولسمشر د استازي په توګه په دغه ولایت کې د ګلبدین حکمتیار هر کلی وکړ.

عبدالجبار نعیمي د حزب اسلامي د امیر په خبرو کې وویل، چې له حزب اسلامي سره د حکومت د سولې د تړون په لاسلیکېدو او د دغه بهیر په بریالیتوب سرته رسېدو د سولې په اړه د افغانستان جنګ ځپلیو خلکو هیلې راژوندۍ شوي دي.

په دغه لیدنه کې د حزب اسلامي امیر ګلبدین حکمتیار هم په ځینو مهمو مسایلو خبرې وکړې او د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ یې څرګند کړ.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG