د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسلام اباد پر ډیلي د افغان خاورې کارولو تور ولګاوه خو کابل رد کړ


د پاکستان خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا
د پاکستان خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا

پاکستان تور پورې کړی چې هندد دوی خلاف د افغانستان خاوره کاروي خو کابل دا تور رد کړی دی.

د زیارت په ورځ د پاکستان خارجه دفتر ویاند نفیس ذکریا خپلې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو تحریک طالبان پاکستان او د جمات الاحرار پخواني ویاند احسان الله احسان او د هندي جاسوس کلبوشن یادو څرګندونې د هند پرضد ثبوتونه دي.

ده دا هم وویل چې د ناقانونه ګرځول شویو ډلو پخواني ویاند دا خبره هم کړې ده چې د پاکستان غېر مستحکمولو لپاره جمات الاحرار د هند استخباراتي اېجنسۍ را پر اېجنډا کار کوي.

"احسان الله احسان دا انکشاف هم کړی چې د جمات الاحرار مشر خراساني چې کله د اتحادي ځواکونو په کاروایي کې ژوبل شو نو په هند کې یې طبي درملنه ترلاسه کړې وه. نړیوالې ټولنې ته د هند ریاستي تخریبي هلو ځلو، ترهګرۍ او د پاکستان پرضد وسله والو مالي مرستې نوټس پکار دی. د هند لخوا د وسله والو مالي کمک او په ریاستي کچه یې د وسله والو سرپرستي په ډاګه شوې ده. د کلبوشن یادو اعتراف او اوس د احسان الله احسان انکشافات د هند پرضد ناقابله تردید ثبوتونه دي. موږ به دا معامله په هر سطح او ټولو فورمونو اوچتوو."

خو د افغانستان ولسمشر د ویاند مرستیال دوا خان مینه پال له مشال راډيو سره په خبرو کې د پاکستان پوځ په ولکه کې د پخواني طالب ویاند څرګندونې سراسر درواغ وبللې او و یې ویل چې د دوی هېواد خپله د ترهګرۍ ښکار دی.

"دا کس [احسان الله احسان] د همدې کار لپاره جوړ شوی دی. د هغه خبرې مصنوعي او له حقیقته لیرې دي. افغانستان د ترهګرۍ قرباني دي. او په دغه برخه کې به هېڅ ترهګرې ډلې ته په خپله خاوره کې د اوسېدو اجازه ور نه کړي. او نه د دوی هېواد ترهګرې ډلې د سیاسي اهدافو لپاره کاروي. هغه څوک چې ترهګري د سیاسي اهدافو لپاره کاروي هغه هېوادونه معلوم دي. په هغه هېواد کې د ترهګرۍ مرکزونه مالوم دي. د ترهګرۍ روزلو او تمویلولو ځایونه یې مالوم دي. افغانستان نه په خپله خاوره کې ترهګر پرېږدي او نه خپله خاوره د بل هېواد دې ته پرېږدي چې خاوره یې د بل هېواد پرضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.''

د یادولو ده چې پاکستان او هند دواړه پر یو بل د لاس وهنې تورونه لګوي او په دې لړ کې د ۲۰۱۶م کال په دسمبر میاشت کې پاکستان د هند لاس وهنې په اړه په ملګرو ملتونو کې اسناد هم جمع کړي ول خو ملګرو ملتونو روانه اپرېل میاشت پر پاکستان او هند ټینګار کړی وو چې د دواړه ملکونو دې خپلمنځۍ شخړې په خبرو اترو هواري کړي.

XS
SM
MD
LG