د لاسرسي ځای

تازه خبر

'تعلیمي ادارو کې به زده کوونکيو ته د زغم درس ورکول کېږي'


د لوړو زدکړو کمیسون فېصله کړې چې په سرکاري پوهنتونو کې به زده کونکیو ته د زغم او روادارۍ خپلولو لړ کې ښودنې کېږي او د دې مقصد لپاره به په پوهنتونونو کې د تربيې او راهنمایې مرکزونه جوړول کېږي.

بل پلو کارپوهان وايي باید له زده کونکیو سره سره د استادانو هم ذهني تربیه وکړل شي.

د شورو په ورځ د پېښور په ارکایيوز لایبرېرۍ کې د لوړو زدکړو کمېسیون سېکرېټري سید ظفر په مشرۍ د پاکستان سرکاري یونیورسټيو مشرانو غونډه وشوه چې پکې تجویزونه ورکړل شول چې د زده کونکی د ټولنې د یو ښه او زمه وار غړي جوړولو لپاره باید چې په سرکاري پوهنتونونو کې په برداشت او په روادارۍ لیکچرې ورکړل شي ځکه چې په پاکستان کې ورځ په ورځ په خلکو کې زغم ختمېږي

په دې موقه دا هم تجویز ورکړې شو چې په کالجونو کې دې هم دا فېصله عملي کړل شي.

په غونډه کې کډون وال د پېښور اسلامیه کالج پوهنتون وایس چانسلر پروفېسر ډاکټر حبیب احمد مشال راډیو ته وویل چې د دوی په یونیورسټئ کې خو د وړاندې نه زده کونکیو ته دا رنګ تربیې ورکول کېږي خو دوی غواړي چې دا غېرنصابي هلې ځلې نورې هم زیاتې شي.

د نوموړي په وینا چې دوی له اوله په پوهنتون کې په دې شیانو توجه ورکوي او په هر پوهنتون کې زده کونکي په بیلا بیلو هلو ځلو کې برخې اخلي او دا ځکه چې د یو صحت منده دماغو لپاره صحت منده غېر نصابي هلې ځلې هم ضروري وي.

په چارسده کې د باچاخان پوهنتون پخوانې وایس چانسلر ډاکټرفضل رحیم مروت مشال راډیو ته وویل پکار ده چې په نصاب کې هم بدلون وکړل شي او د زده کونکیو سره سره د استازانو هم ذهنې تربیه وکړل شي او دا نه یواځې د پوهنتونونو بلکې د کالج او سکول په کچه هم ‌ډېر ضروري دي باید چې سرکار دې اړخته توجه او پام لرنه ورکړي.

په دې موقه د لوړو زده کړو کمیسون چارواکو وویل چې کومو پوهنتونونو دې لړ کې ښه او غوره کارکردګي وښودله نو هغه پوهنتون ته به خصوصي ګرانټ ورکوي.

XS
SM
MD
LG