د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډرون برید په شمالي وزیرستان کې اووه طالب وسله وال وژلي


يوه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د زيارت په ورځ مشال راډیو ته وويل، د چارشنبې ماسپښین شاوخوا دوې بجې یوې ډرون الوتکې د شینکي نري په سيمه کې پر يوه کور دوه توغندي و توغول.

د نوموړي په خبره په نښه شوی کور د تحريک طالبان پاکستان یوه قومندان محمد اختر د خپل یوه جنګي مرکز په توګه استعمالولی.

د طالبانو سرچينو مشال راډیو ته د پېښې پخلی کړی خو ويلي چېپه دې کې د يوه طالب په ګډون څلور ولسي وګړي وژل شوي دي.

ازادو سرچينو د بريد تصديق نه دی کړی.

XS
SM
MD
LG