د لاسرسي ځای

تازه خبر

"په پرمختللې ټکنالوژۍ د ځوانانو سمبالول ملي مسوولیت دی"


په خوست کې یو شمېر روڼ اندي او مدني فعالان وايي، د دې لپاره چې افغاني ځوانان د نړۍ د پرمختګونو سره بلد او اړیکې يې پراخې شي، لازمه ده چې د اوسني عصر د ټکنالوژۍ پر مهارتونو سمبال او د دوی زده کړو ته پاملرنه ډېره شي.

دوی چې د پنجشنبې په ورځ د خوست د لنکن ښوونیز مرکز لخوا د کمپوټر د و ړیا زده کړو له شپږ میاشتني پروګرام څخه د ۸۸ ځوانانو د فراغت په غونډه کې راټول شوي ول، زیاتوله د ځوانانو د اړیکو د پراخیدو یواځینۍ لاره داده چې انګلیسي، کمپیوټر او نورې عصري ټکنالوژۍ سره بلد شي.

د خوست شیخ زاید پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد استاد ګل شاه صبري مشال راډیو ته وویل، په اوسني وخت کې پرمختګونه د ټکنالوژۍ سره تړلي دي او د ټولنیزو بنسټونو ملي مسولیت جوړیږي، چې ځوانان د دا ډول مهارتونو زده کړو ته وهڅوي.

استاد ګل شاه صبری وايي:

"ټکنالوژي په اوسني عصر کې د انګلیسي تر څنګ په افغانستان کې یو مهم ضرورت دی، ځکه هر انکشاف ټکنالوژۍ سره تړلی دی، خلک او مدني بنسټونه ملي مسوولیت دی، تر څو ځوانان وهڅوي چې هغوی د ښوونځیو تر څنګ او پوهنتونونو تر څنګ انګلیسي او کمپیوټر ته هم ډېره توجه وکړي."

د یاد شپږ میاشتني پروګرام یو تن فارغ زده کوونکی وايي. نن سبا له ټکنالوژۍ پرته ژوند نیمګړی دی او ځوان نسل ته باید پدې برخه کې پاملرنه ډېره شي:

"نوم مې نعیم الله دی د مندوزیو اوسیدونکی یم، له ټکنالوژۍ پرته نن سبا ژوند نیمګړی دی، کارونه په سمه توګه پرمخ نشو بیولای، زما د ټولو نهادونو غوښتنه داده که د کار اراده لري نو د خلکو په ذهنونو دې کار وکړي، خلکو ته دې ټکنالوژي وکړي، نوي وسایل دې پیدا کړي، تر څو خلک د ټکنالوژۍ سره اشنا شي."

د لنکن ښوونیز مرکز د کمپیوټر د زده کړې له پروګرام څخه یو بل تن فارغ شوی زده کوونکی وايي، ټکنالوژۍ په استعمال سره د خلکو اړیکې پراخیږي او ځان په نړۍ ګوري.

نوموړی زیاتوي:

"نوم مې نصرت الله مشفق دی، د نادرشاه کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی یم، چې نن سبا دې په سوشېل میډیا کې د ځوانانو فکرونه جوړ کړي تر څو ټکنالوژۍ سره اړیکه پیدا کړو ورسره کنېکټ شو، تر څو موږ خپل ځانونه په بهرنیو هېوادونو کې وګورو، په امریکا کې په جرمني کې او داسې په نورو هېوادو کې يې وګورو."

بلخوا د خوست لنکن ښوونیز مرکز مشر نصیر احمد روښان وايي، دوی په وروستیو کلونو کې سلګونه ځوانان هڅولي تر څو له عصري ټکنالوژۍ سره ځانونه بلد کړي.

نوموړی زیاتوي، نوي ټکنالوژي د کاري فرصتونو، فعالیتونو او اړیکو په پراخولو کې مهمه ونډه لري.

ښاغلی روښان وویل:

"د عصري ټکنالوژۍ د ترویج لپاره لنکن مرکز هر کال په سلګونو ځوانان د انګلیسي او کمپیوټر له برخې فارغوي، دوی هڅوي چې د ټکنالوژۍ په ډګر کې نورې برنامې هم تعقیب کړي، چې دا به وکولای شي چې دلته په افغانستان کې د عصري ټکنالوژۍ د کارونې تر څنګ په مختلفو برخو کې د کار او فعالیت زمینه هم برابره کړي."

د یادونې وړ ده په خوست کې په وروستیو کلونو کې زرګونو ځوانانو د بهرنیو ژبو، انګریزی، کمپوټر، ساینسي علومو او ځنو نورو حرفوي او مسلکي زده کړو ته مخه کړې ده.

دا مهال خوست له هغو ولایتونو څخه دی چې ډېری نجونې او هلکان يې ښوونځیو ته ځي او هر کال سلګونه ځوانان يې په خوست، هېواد او بهرنیو هېوادونو کې لوړې زده کړې بشپړوي.

XS
SM
MD
LG