د لاسرسي ځای

تازه خبر

ننګرهار: هوايي برید اته داعشیان وژلي


د افغانستان د ننګرهار ولايت امنیتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ګډو امنیتي ځواکونو په هوایي او ځمکني عملیاتو کې د اچین ولسوالۍ پېښې سیمه کې اته داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال نن (پنجشنبه) سهار مشال راډیو ته وویل: په وژل شویو کې د ابوزر او امجد په نومونو دوه ډلمشران هم شامل دي.

نوموړی وایي چې په عملیاتو کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې. بلخوا د وسله والو طالبانو یو مشهور قوماندان بېګا ماښام په میدان وردک ولایت کې د بې پيلوټه امریکایي الوتکې په برید کې وژل شوی دی.

د میدان وردک د والي ویاند عبدالرحمان منګل د چارشبنې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې ملا حبیب الله چې په چک او دایمیرداد ولسوالیو کې د طالبانو د ځانمرګو بریدونو مسوول و، له خپلو دوو نورو ملګرو سره يو ځای وژل شوی دی.

منګل زیاتوي، ملا حبيب الله چې په ملا ذاکر مشهور و په داسې حال کې وویشتل شو چې پر موټر سایکل سپور و. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.

XS
SM
MD
LG