د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا پر کردي جنګیالیو د ترکیې پر هوايي بریدونو اندېښنه ښودلې


د امریکا بهرنیو چارو وزارت د شام او عراق په شمال کې د کرد جنګیالیو پر اهدافو د سېشنبې په ورځ د ترکیې لخوا په هوايي بريدونو ژوره انديښنه ښودلې او وايي د دې بريدونو منظوري د امریکا په مشرۍ د هغه پوځي ایتلاف له خوا نه ده ورکړل شوې چې د داعش سختدريځو وسله والو پر ضد جګړه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي،چې دوی خپلې اندېښنې په مستقیمه توګه د ترکي حکومت ته رسولي دي.

په کردي وسله والو د ترکیې هوايي بریدونه د دې سبب شول چې د داعش پر ضد د امریکا په مشرۍ ایتلاف کې کرد غړي د ترکیې د بمباریو خلاف د امریکا هوايي خوندیتوب غوښتنه وکړي.

د عراق کرد چارواکو همدارنګه له دې بریدونو وروسته د عراق په شمال کې د سینجار له سیمې څخه د کردستان د کارګر ګوند (پي کی کی) د وسله والو د وتلو غوښتنه کړې.

ترکي د دې خبرې پخلی کړی چې جنګي الوتکو یې د عراق په سینجار سیمه او د شام په شمال مشرقي سيمه کې پر کرد ملیشو بمبارۍ کړي دي.

د ترکیې پوځ په یوې اعلامیه کې ویلي، په سینجار کې د هوايي بریدونو هدف دا و چې ترکیې ته د بریدونو لپاره د کردستان د کارګر ګوند له خوا د وسلو او چاودیدونکو موادو د انتقال مخه ونیسي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG