د لاسرسي ځای

تازه خبر

له ستنېدونکیو نا-راجستر کډوالو سره د افغانستان حکومت مرسته


په پيښور کې د افغان مهاجرينو رياست وايي چې په پاکستان کې مېشت غېر راجستر کډوالو سره د افغانستان حکومت د ستنېدو پروخت نه یوازې د پیسو مرسته کوي بلکې ځمکه به هم ورکوي.

په پېښورکې د افغان کونسلګرۍ د کډوالو چارو مشر عبدالحميد جليلي مشال راډيو ته وويل چې په پاکستان کې ميشت غېر راجستر کډوالو د تير څه وخت راهسې دا غوښتنه کوله چې د راجستر کډوالو پشان دوي سره دې هم بيرته ستنېدو پروخت کومک وکړې شي،

د نوموړي وينا وه چې په داخل د افغانستان کې د تورخم ټول پلازې سره نزدې د غېر راجستر کډوالو لپاره ېو سېنټر جوړ کړې شوې دې چرته چې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د ايي او اېم سره په ګډه هر نفر ته د درې نيمو زرو افغانو او د ضرورت سامان نه علاوه يوه فورمه هم ورکوي.

د نوموړي په وينا چې کډوال دې دغه فورمه په خپلو ولاېتونو کې د مهاجرينو رياست ته ورکړي نو د کمېسون د فېصلې ورستو به ورته يوه نمره زمکه ورکړې کېږي.

په پاکستان کې مېشت غېر راجستر کډوالو د افغانستان حکومت د مرستو هرکلې کړې دی.

په پيښور کې مېشت يو غېر راجستر کډوال محمد واحد وايي چې افغانستان ته کډه وړلو لپاره د کرايا پېسې ورسره نه وې او څو وارې يې يو اېن اېچ سي ار ته هم د کومک خواست کړې و خو چا ورسره څه قسمه مرسته ونکړه.

د نوموړي وينا وه چې په پاکستان کې اوسېدو لپاره څه قسمه قانوني اسناد نه لري او د پوليسو د وېرې تر خپلو کورونو محدوده پاتې دي خو د افغانستان حکومت لخوا د مرستو ورستو وس به يې کوښښ وي چې ژر تر ژره خپل هيواد ته ولاړ شي.

د ذکر ده چې د ملګرو ملتونو کډوالو اداره يو اېن اېچ سي ار په پاکستان کې مېشت هر راجستر کډوال ته په خپله خوښه افغانستان ته ستنېدو پروخت دوه سوه (۲۰۰) ډالر ورکوي.

خو په پېښور کې ميشت ېو بل غېر راجستر کډوال محمد اسحاق وايي چې لارۍ چلونکي ترې د تېر کال په نسبت سږ کال زياته کرایه غواړي نو حکومت دې ورسره نقدې مرستې زياتې کړي چې لارو کرايانې ترې پوره کړي.

د يو اېن اېچ سي آر په وينا چې دا مهال هم ديارلس (۱۳) لاکه پورې راجستر او شپږ (۶) لاکو پورې غېر راجستر کډوال په پاکستان کې ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG