د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سرشمېرنه فارم کې د سیکانو خانه وا نه چول شوه


د پاکستان سپريم د پېښور های کورټ هغه فيصله ځنډولې چې دسرشمېرنې او کور-شمېرنې په فارم کې یې د سیکانو لپاره د ځانګړې خانې جوړولو امر کړی وو.

سپريم کورټ د ګل په ورځ د شمارياتو ادارې پر وړاندې کړي هغ درخواست اورېدنه وکړه چې د پېښور های کورټپرېکړه یې ننګولې وه.

د مارچ په ۲۲مه نېټه پېښور های کورټ د سرشمېرنې ادارې ته امر کړی وو چې د سرشمېرنې فارم کې دې د سکانو لپاره جلا خانه شامله کړل شي.

د پاکستان شمارياتو د ادارې چارواکي حبيب الله خټک مشال راډيو ته وویل چې د سرشمېرنې دوېم پړاو پیلېدو له وجې هېڅ قسمه بدلون نه شي کېدلی ځکه چې په فارم کې د بلې خانې اېستلو هېڅ ګنجایش نه شته. او بل له وړاندې د دوی ادارې په ۶۳ ضلعو کې سرشمېرنه مکمله کړې ده نو ځکه دوی سپريم کورټ ته دا ويلي ول چې د ملک په ځينو برخو کې يو معلومات اخلي او په ځینو کې بل نو سبا به هم دغه کسان بيا سپريم کورټ ته روان وي چې دوی یې ولې نه دي شامل کړي.

د سپريم کورټ د فېصلې په اړه د پاکستان سیک کمېټۍ پېښور مشر رادېش سینګ ټوني وايي، د اعلا عدالت فيصله ورته منظوره ده خو متعلقه ادارو او حکومت ته دې خبرې ته هم پام کول پکار دي چې په سرشمېرنه کې د سیکانو ځان له شمېرنې نه کېدو له وجې هغوی له خپلو بنيادي حقونو محرومه پاته کېدلی شي.

((دي وايې چې موږ نه سکهان هير شو نو موږ دا څنګه ومنو دا ډېره د افسوس خبره ده،موږ هم دا وايو چې ځه خیر دی زموږ آبادي کمه ده دلته خو د پاکستان په ټولو سترو ادارو کې سیکان نوکرۍ کوي،هغه که د پاکستان آرمي،رېنجرز،موټروې يا پوليس وي، په هره شعبه کې زموږ کسان شته خو د دې ډيوټيانو نه علاوه حکومت چې کوم سهوليات ورکوي بجټ جوړه وي او په هغه کې يو مخصوصه کوټه وي، له هغې سره د ماشومانو تعليم،صحت او نوکریو سره تعلق وي په هغه کې دا څيزونه اثر انداز کېږي سبا به حکومت سیکان په مکمله توګه له پامه وغورځوي چې سیکان دلته په لویې تعداد کې نه شته.))

دا وخت په پاکستان کې د سرشمېرنې دويمه مرحله روانه او وړومبۍ مرحله د اپرېل په ۱۵مه نېټته ترسره شوې وه او د ملک په ۶۳ ضلعو کې سرشمېرنه او کور-شمېرنه شوې ده.

د سیکانو علاوه د چترال کېلاش قبيلې ولس هم په دا ورستيو کېد سرشمېرنې په فارم کې ځان له د خانېشاملولو غو ښتنهکړې وه.

XS
SM
MD
LG