د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنرال هدایت: د خلکو له همکارۍ پرته ډاډمن امنیت شونی نه دی


د هرات د ۲۰۷ ظفر قول اردو نوی قوماندان وايي، کچیرې د خوست د خلکو په شان د افغانستان د لویدیځې حوزې د ولایتونو خلک د خپلو امنیتي ځواکونو سره همکاري ولري، نو په هغوولایتونو کې به هم د خوست په شان ښه امنیت رامنځته شي.

برید جنرال ناصر هدایت چې له شپږ نیمو کلونو راهیسې په خوست کې د ملي اردو د اولې لواء قوماندان وو، د بلخ په شاهین قول اردو د وسلوالو له وروستي برید وروسته چې په ملي دفاع وزرات کې کومې نوې ګمارنې وشوې، په هماغو ګمارنو کې د افغان ولسمشر لخوا په هرات کې د ۲۰۷ظفر قول اردو د نوي قوماندان په توګه وګمارل شو.

د سې شنبې په ورځ په خوست کې د مخه ښې هغه مراسم چې د جنرال ناصر هدایت لپاره نیول شوي ول، جنرال هدایت وویل، په خوست کې د خلکو او امنیتي ځواکونو همکاري او د امنیتي ادارو تر منځ همغږي د ښه امنیت لاملونه دي.

ده وویل، که د غرب حوزې خلک هم د خوستوالو په شان خپل نظام او امنیتي ځواکونو سره ښه همکاري ولري، نو د هرات، بادغیس، غور او نمیروز ولایتونو امنیت به لا نور ښه شي.

د ظفر قول اردو نوی قوماندان زیاتوي:

((ستاسو همکاري ستاسو نجات دی، ستاسو مینه او همکاري د تل لپاره زما په زړه کې انشاالله ځای لري، ستاسو د میړنیو ولسونو همکاري به ما ته د مثال یوه بیلګه وي، چې د هرات په ولایت او ټول زون کې به يې تشریح کړم چې که غواړئ په هرات کې، په بادغیس کې، په غور کې، په نیمروز امنیت راشي، نو د خوست د خلکو نه يې زده کړئ، د خپل نظام تر څنګ ودریږئ او همکاري وکړئ تر څو امنیت راشي.))

د خوست د ملي امنیت رييس بریدجنرال برکت الله څمکني د ظفر قول اردو د قوماندان په توګه د جنرال ناصر هدایت ګمارنه پر ځای وبلله او ويې ویل، د خوست په امنیت کې د نوموړي جنرال ونډه څرګنده وه.

جنرال برکت الله څمکني وویل:

((د ده هغه ورځ په موسی خېلو کې زما نه هیریږي چې ما ته يې زنګ وواهه، چې نور زه جنرال نه یم، زه یو عسکر یم، د جنرالی جمپر يې له ځانه وباسه، ماشیندار ته په خپله کېناسته، هغه د موسي خېلو ولسوالۍ بنده لاره يې د شپې تر لسو بجو په خپل لاس خلاصه کړه، دی ډېر با افتخاره جنرال دی او ډېرې هلې ځلې يې د خوست په امنیت کې کړي دي.))

په غونډه کې ویناوالو وویل چې جنرال ناصر هدایت د امنیتي منسوبینو سربیره د خوست خلکو او شته مدني بنسټونو او ټولنیزو سازمانونو له استازو سره هم نږدې اړیکې پاللې.

په دې اړه د مجاهدینو د شورا مشر مولوي محمدسردار ځدراڼ وویل:

((د خوست مجاهد ولس د قوماندان صیب د ټولو اخلاقي، وظیفوي، اسلامي، جهادي ټولو کړنو نه رضایت لري او په داسې جنرال او قوماندان باندې افتخار کوي.))

یاده دې وي، وسلوالو طالبانو د تیرې جمعې په ورځ په بلخ کې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو حمله وکړه او د ځینو سرچینو په وینا په یاده حمله کې د ملي اردو ۱۴۰ سرتیري ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

تر پيښې وروسته د افغانستان دفاع وزیز عبدالله حبیبي او لوی درستیز قوم شاه شهیم له خپلو دندو استعفا وکړه، چې ولسمشر غني یادې استعفاوې ومنلې.

همدارنګه بیا د ولسمشر لخوا طارق بهرامي د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر او شریف یفتلي د لوی درستیز په توګه وټاکل شول، د دې تر څنګ د ظفر قول اردو قوماندان امان الله د بلخ د شاهین د قول اردو د قوماندان او د خوست د اولې لواء قوماندن جنرال ناصر هدایت د ۲۰۷هرات د ظفر قول اردو د قوماندان په توګه ټاکل شوي دي.

XS
SM
MD
LG