د لاسرسي ځای

تازه خبر

د نواز شریف خلاف بیا سیاسي ګوندونه راټولېږي


د سپریم کورټ لخوا د پانامه اسنادو لړ کې د راغلې فیصلې وروستو ځینو سیاسي ګوندونو له وزیراعظم نوازشریفه غوښتنه کړی چې له خپلې څوکۍ دې استعفا ورکړي ګنې دوی به یې پرضد تحریک پیل کړي.

بل پلو د حکومتي ګوند پاکستان مسلم لیګ ن د غړیو وینا ده چې وزیراعظم به چېرته هم د سیاسي ګوندونو په غوښتنه استعغا ورنکړي او دوی به د سپریم کورټ په رنګ د مشترکه پلټنیزې ډلې د حکم هم احترام کوي.

د پانامه اسنادو لړ کې د سپریم کورټ لخوا د مشترکه پلټنیزې ډلې جوړولو وروستو ځنې سیاسي ګوندونه له وزیراعظم نوازشریفه د استعفا غوښتنه کوي.

اسلام اباد کې د اتوار یا یک شنبېپه ماښام د پاکستان مسلم لیګ ق ګوند له دفتره جاري شوي بیان کې ویل شوي چې په دې لړ کې د تحریک چلولو لپاره يې د جماعت اسلامي د امیر سراج الحق سره تر ملاقات وروستود یاد ګوند مشر چودري شجاعت حسېن په مشرۍ ګرېنډ الاینس جوړولو اعلان کړی.

او په دغه ګرېنډ الائنس کې به د پاکستان پېپلز پارټۍ، جماعت اسلامي، پاکستان تحریک انصاف سربېره یو شمېر مخالف ګوندونه شامل وي چې له وزیراعظم نوازشریفه به استعغا غواړي.

مشال راډیو چې د سیاسي ګوندونو په دې غوښتنه د سیاسي او قانوني چارو تجزیه کارانو نه وپوښتل نو د خبریال او د سیاسي چارو تجزیه کار سید علي شاه وویل باید چې د سپریم کورټ د فېصلې روستو وزیراعظم نوازشریف له خپلې چوکئ استعفا ورکړای وی ، له دې به جمهوریت ته ډېره ګټه رسېدلای وی او له دې به وزیراعظم نوازشریف ته هم ګټه ترلاسه شوې وه چې د پارلېمان او ادارو مضبوطولو لپاره يې خپله څوکۍ پرېښې.

مشال راډیو چې په پېښور کې د قانوني چارو تجزیه کار او وکیل نور عالم نه په دې اړه وپوښتل نو هغه وویل باید چې سیاسي ګوندونه د جمهوریت او د دې ملک د پرمختګ لپاره موجوده حکومت خپلې مودې سر ته رسولو لپاره پرېږدي.

نوموړي وویل که چېري پر دې ډول استعفاګانې اخیستل شورو شي نو له کبله به يې په دې وطن کې انارکي راشي او هر دویم تن به راپاڅي چې فلانکې سړی دې استعفا ورکړي نو باید چې دا نظام خراب نه کړل شي او هر یو سړي ته دې موقع ورکړل شي او چې څومره هم پرېکړې کېږي نو پکار ده چې په پارلېمان کې وکړل شي نو په سړکونو او لارو کوڅو کې دا غوښتنه غېر ائیني او غېرقانوني ده ځکه چې دوی لوی عدالت ته ورغلي وو او اوس يې فېصله نه مني نو دا د سپریم کورټ سپکاوی دی.

د یادونې وړ ده د روانې میاشتې په شلمه نېټه د پاناما اسنادو لړ کې سپریم کورټ په خپله فېصله کې د دې معاملې د نورو پلټنو لپاره د ایف اي ای د ډایرېکټر په مشرئ کې د جی آي ټي یا ګډ د پلټنیزې ډلې جوړولو امر کړی وو او وویل يې چې دا به دوو میاشتو کې خپلې پلټنې ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG