افغانستان ته د جېمز مټېس د سفر هدف له افغان چارواکو سره په دغه هېواد کې د امنیتي وضعیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې پر څرنګوالي خبرې ښودل شوی دی.
دا د امریکا دویم لوړپوړی چارواکی دی چې د ټرمپ په مشرۍ د نوي حکومت له رامنځته کېدو وروسته کابل ته سفر کوي.
تر ده مخکې د امریکا ملي امنیت سلاکار اېچ ار مکماسټر کابل ته تللی وو او له افغان چارواکو سره یې لیده کاته کړي ول