د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان کې ماین چاودنې څلور پاکستاني عسکر ووژل


په بلوچستان کې له تېرې څه باندې یوې لسیزې راهیسې بلوڅ بېلتونپالي د بلوچستان صوبې د خپلواکۍ لپاره مبارزه کوي او غوښتنه یې ده چې د دغه صوبې پر طبعي زېرمو دې د بلوڅ ولس حق تسلیم کړل شي.

د پاکستان پوځ وايي د بلوچستان صوبې په تربت ولسوالۍ کې د سړکغاړې یوې بمي چاودنې څلور عسکر وژلي دي.

د پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار بیګا په خپل یوه خپور شوي بیان کې ویلي د اتوار ورځ شوې په دغه پېښه کې درې نور عسکر هم ژوبل شوي دي.

د ملېشه ځواکونو صوبايي وياند خان واسع رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي چې ملېشه سرتېري په څو موټرو کې د کېچ ضلعې د مند سيمې په ګواک نومې ځاى کې روان ول چې په ریموټ کنټرول ورباندې د یوه ښخ کړل شوي ماين چاودنه وشوه.

د مکران ډېوېژن کمېشنر بشير احمد بنګلزي بيا رسنيو ته ويلي چې په چاودنه کې يو بل لاروى هم وژل شوى چې وايي، د پېښې په وخت کې په خپل موټر کې د ملېشه ځواکونو له قافلې سره پر څنګ روان وو.

د پېښې ذمه واري یوې بیلتونپالې وسله والې ډلې بلوڅ لیبرېشن فرنټ منلې ده.

دغه ډله د ايران پولې ته نېږدې په تربت، کېچ، اواران او پنجګور سيمو کې فعاله ده او د بلوچستان بشپړې خپلواکۍ لپاره اکثر پر پاکستانيو سرتېرو او سرکاري ودانیو د بریدونو مسوليت پر غاړه اخلي.

د بلوچستان اعلا وزير نواب ثناءالله زېري دا چاودنه په کلکه غندلې او خپلو امنيتي ادارو ته‌ يې امر کړى چې په سيمه کې د ترهګرو د له‎منځه وړلو لپاره ګړندي ګامونه پورته کړي.

XS
SM
MD
LG