د لاسرسي ځای

تازه خبر

د یو افغان فلمستوري شعیب لودین « پراجیکټ پشاور » فلم


افغان فلم ستوری شعیب لودین
افغان فلم ستوری شعیب لودین

شعیب لودین یو ځوان افغان فلمستوری دی چې په هند او کاناډا کې یې د فلم جوړونې په څانګه کې لوړې زدکړې کړې او اوس په یو فلم کې مخکښ رول لوبوي چې پراجیکټ پشاور نومیږي.

شعیب لودین د افغانستان د هرات ولایت اوسیدونکی دی، خو د جنګونو له کبله یې کورنۍ پاکستان ته کډه شوې وه او دی وايي چې وړوکوالی یې په پېښور او کوټه کې تېر شوی دی.

شعیب لودین په انوپم کیر انسټیټیوټ کې درس ویلی
شعیب لودین په انوپم کیر انسټیټیوټ کې درس ویلی

وروسته دی اروپا ته کډوال شو، اوس په هالینډ کې ژوند او په لندن کې زدکړې کوي. دی په لندن کې د فیلم او براډ کاسټنګ په څانګه کې خپله ډګري اخلي. نوموړي تر دې وړاندې د هند په انوپم کیر انسټیټیوټ کې هم درس ویلی دی.

شعیب لودین وايي د پراجیکټ پشاور فلم به په څو ژبو کې وي او په نړیوال معیار به جوړیږي او دی تمه لري چې د روایتي پښتو فلمونو څخه به ډېر توپیر ولري. له ښاغلي لودین سره د مشال راډیويي مجلې لپاره زموږ همکار عبدالحۍ کاکړ مرکه کړې چې دلته یې اورېدلی شئ:

شعیب لودین د خپل نوي فلم کیسه کوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:12:35 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

XS
SM
MD
LG