د لاسرسي ځای

تازه خبر

مخالفه ګوندونو له نوازشريفه د استعفا غوښتنه کړې


په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن مشر ويلي، د پانامه اسنادو په اړه د سپريم کورت تر فيصلې وروسته نواز شريف بايد په اخلاقي توګه له خپلې چوکۍ ګوښه شي.

د پاکستان مخالفو ګوندونو له وزيراعظم نوازشريفه استعفا غوښتې او د راتلونکې جمعې په ورځ يې په اسلام اباد کې د جلسې اعلان کړی دی.

په قامي اسمبلۍ کې اپوزيشن مشر خورشيد شاه د جمعې په ورځ اسمبلۍ ته د خپلې وينا پر مهال پر نواز شريف غږ وکړ چې د پانامه اسناده په اړه د سپريم کورت تر فيصلې وروسته بايد په اخلاقي توګه له خپلې چوکۍ ګوښه شي.

د سپريم کورټ په پنځو کې د دريو ججانو د نواز شريف او د دوو په مخالفت کې د رايو ورکړي د وزيراعظم اعتبار زيانمن کړی نو بايد هغه نور واک پرېږدي. عمران خان

نوموړي وويل، په پنځو کې دوو قاضيانو د نواز شريف د نا اهله ګرځولو خبره کړې نو هم دې ته په پام سره بايد وزيراعظم د پارليمان او جمهوريت په خاطر له خپلې دندې ګوښه شي.

د تحريک انصاف مشرعمران خان هم د جمعې په ورځ وویل، د سپريم کورټ په پنځو کې د دريو ججانو د نواز شريف او د دوو په مخالفت کې د رايو ورکړي د وزيراعظم اعتبار زيانمن کړی نو بايد هغه نور واک پرېږدي.

عمران خان د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ ترغونډې وروسته له رسنيو سره د خبرو پر مهال د سپريم کورټ د پرېکړې په تړاو د راتلونکې جمعې په ورځ په اسلام اباد کې د جلسې کولو اعلان هم وکړ.

سپريم کورټ د زيارت په ورځ د پانامه اسنادو په اړه په خپله فيصله کې د يوې ګډې پلټنيزې ډلې جوړولو امر کړی وو چې هغه د نواز شريف او اولادونو پرضد نور تحقيقات وکړي.

د وزيراعظم نوازشريف پلويانو د سپريم کورټ پر فيصله خوښي ښودلې.
د وزيراعظم نوازشريف پلويانو د سپريم کورټ پر فيصله خوښي ښودلې.

پانامه اسنادو کې راغلي وو چې د نواز شريف اولادونو په بهرنيو هېوادونو کې په ناقانونه توګه شرکتونه جوړ کړي دي.

خو نوازشريف او کورنۍ يې دا تورونه ردوي.

سپريم کورټ ويلي وو چې داسې کره شواهد نشته چې تر مخه يې نواز شريف نا اهله و ګرځول شي او بايد په دې تړاو نورې پلټنې وشي.

د سپريم کورټ په امر جوړېدونکې پلټنيزه ډله به په دوه مياشتو کې خپل تحقيقات بشپړوي.

د نوازشریف مسلم لیګ ګوند، د سپريم کورټ پر پرېکړه خوښي ښودلې ده.

XS
SM
MD
LG