د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۲۸ داعش وسله وال وژل شوي 


د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاوالله خو ږیاڼی وايي، په وژل شویو کې زیاتره بهرنیان دي.

افغان چارواکي ادعا کوي چې د عملياتو پر مهال یې ۲۸ داعش وسله وال وژلي دي.

د ننګرهار ولایت مطبوعاتي مسوول عطاالله خوږیاڼي د شنبې په سهار مشال راډیو ته وویل، دغه وسله وال په اچین او هسکه مېنې ولسوالیو کې د حمزه په نوم عملیاتو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په دوران کې په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه، د هسکې مینې ولسوالۍ په ارغچ سیمه کې د داعش ډلې پر یو مهم مرکز هوایي برید شوی، چې له امله یې نهه داعش وسله وال وژل شوي او همدا راز د اچین ولسوالۍ په مامند دره سیمه کې د یو بل هوایي برید له امله نوولس داعش وسله وال وژل شوي دي.

ښاغلی خو ږیاڼی زیاتوي، په وژل شویو کې زیاتره بهرنیان دي.

د ده په خبره په بریدونو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

داعش وسله والو په دې اړه تر دې دمه رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم خپلواکه سرچينو حکومتي ادعاوي تاييد کړي دي.

XS
SM
MD
LG