د لاسرسي ځای

تازه خبر

دفاع وزارت: په بلخ بريد کې اته سرتيري وژل شوي ۱۱ ژوبل


نن (جمعه) د افغانستان د بلخ ولايت پر ۲۰۹ شاهين قول اردو باندې بريد شوی چې ګڼو سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي د شاهین قول اردو پر مرکز بريد پای ته رسېدلی او اته افغان سرتيري پکې وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. بلخوا د بريدګرو پنځه جسدونه په سیمه کې پاتې شوي. بلخوا د بلخ ۲۰۹ شاهین قول اردو روغتون یوه نوکریوال ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي مشال راډيو ته وویل چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۸ مړي او ۵۰ تنه ټپیان ور وړل شوي دي.

د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزيري وويل چې بريدګر د دوو پوځي موټرونو په کارولو شاهین قول اردو ته ځانونه رسولي و. نوموړي مشال راډيو ته زياته کړه چې افغان سرتیرو د وسله والو یو موټر قول اردو ته تر ننوتو مخکې هدف وګرځاوه خو یو موټر یې قول اردو ته په ننوتلو سره مخالفین پیاده کړل او حملې یې وکړې.

نوموړی وايي، د وسله والو یو موټر د افغان سرتیرو له خوا ویشتل شوی او ځای پر ځای سوځیدلی دی. خو یو بل موټر په سرعت قول اردو ته ننوتلی او جومات ته یې ځان رسولی او کوم کسان چې په لمانځه ولاړ وو، پر هغوی یې بريد کړی دی.

وسله والو طالبانو د دې بريد مسوولیت په غاړه اخیستی او ادعا یې کړې چې ګڼ لوړرتبه افغان پوځیان یې وژلي دي.

XS
SM
MD
LG