د لاسرسي ځای

“رياست دې د سختدريځۍ بيانيه له منځه يوسي”


تېر (پنجشنبه) ماښام په پېښور کې د مردان د عبدالولي خان پوهنتون د یوه زده کوونکي مشال خان وژنې پر ضد څراغونه په لاس لاریونوالو د پاکستان له حکومته غوښتنه وکړه چې د مشال خان کورنۍ ته دې نه یوازې انصاف ورکړي بلکې ریاست دې د هغو بیانیو په له منځه وړلو کې هم کوټلي ګامونه پورته کړي چې بيا دغه ډول خونړۍ او وحشي پېښې تکرار نه شي. د څراغونو لاریونوالو شعارونه ورکول چې مشال خان بې ګناه دی، مشال خان مظلوم دی، مشال خان شهید دی. په دې اړه د شبير احمد جان ويډيو وګورئ.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG