د لاسرسي ځای

تازه خبر

 چین له ایران سره د اټومي بټۍ سوداګریز تړون لاسلیک کړ


چین وايي، د یکشنبې پر ورځ به د ایران او چین شرکتونه د یوې ایرانۍ اټومي بټۍ د بیا ډیزاینولو لومړنی سوداګریز تړون لاسلیک کړي.

د چین بهرنیو چارو وزارت ویاند لوکانګ د پنجشنبې په ورځ په بیجنګ کې خبریالانو ته وویل، دا تړون به په ویانا کې لاسلیک شي.

په ۲۰۱۵ز کال کې د تهران او د نړۍ د شپږو ځواکمنو هېوادونو تر منځ له اټومي موافقې سره سم ټاکل شوې وه چې د اراک اټومي بټۍ ډېزاین بدل کړل شي چې پکې د اټومي بم جوړولو لپاره مواد و نه ساتل شي.

د دې پروژې لپاره یو کاري ګروپ جوړ شوی وو چې مشري یې امریکا او چین کوي. تهران وايي، اراک اټومي بټۍ د سرطان او نورو ناروغیو د درملو جوړولو کار کوي او دا ردوي چې ګواکې اټومي وسلې تیارول غواړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG