د لاسرسي ځای

افغان حکومت: طالبان باید د سیاسي ډلې په نوم یاد نشي


د اجراییه ریاست ویاند مجیب الرحمان رحیمي د پنجشنبې په ورځپه کابل کې خبریالانو ته په وینا کې د روسیې د سفیر وروستۍ څرګندونې وغندلې او غږ یې وکړ چې دولتونه دې طالبان د سیاسي ډلې په توګه نه پېژني.

رحیمي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې پر چارشنبه چې په کابل کې د روسیې سفیر الکېساندر مانتېڅکي وویل، طالبان یوه سیاسي ډله ده چې باید ورسره د سولې خبرې وشي.

افغان ولسي جرګې هم د نوموړي څرګندونې رد کړې دي او دا یې په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې.

XS
SM
MD
LG