د لاسرسي ځای

پاناما اسنادو پرېکړه، د ګوندونو بېلا بېل دریځونه


د پاکستان سیاسي ګوندونو د پاناما اسنادو په اړه د سپریم کورټ پرېکړې ته بېلا بېل غبرګونونه ښودلي دي.

پخواني ولسمشر او د پیپلز ګوند مشر اصف زرداري د پنجشنبې ماښام په خبري غونډه کې له وزیراعظم نواز شریفه د استعفا غوښتنه وکړه.

د پنجشنبې پر ورځ سپریم کورټ د پاناما اسنادو په اړه په خپله فیصله کې د ګډې پلټنیزې ډلې جوړولو امر وکړ او ویې ویل دا ډله به په دوو میاشتو کې د وزیراعظم د کورنۍ د جایدادونو په اړه پلټنې بشپړوي.

د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو ماښام مشال راډیو ته وویل، د دې پرېکړې او پلټنیزې ډلې د جوړولو هرکلی کوي. خو د جمیعت علمای اسلام (ف) یوه مشر او سېنېټر حافظ حمد الله وویل، د پاناما اسنادو پر معاملې حکومت او اپوزیشن دواړو د ولس وخت ضایع کړی دی.

هلته تحریک انصاف هم د وزیراعظم د استعفا غوښتنه کړې خو د واکمن مسلم لیګ (ن) مشرانو او پلویانو د سپریم کورټ فیصله خپله بریا او د بېګناهۍ ثبوت بللی او د جمعې پر ورځ د مننې ورځ لمانځي.

XS
SM
MD
LG