د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستي ځوانان: مشال په پښتنو کې د فکر او روښنايی مشال وو


د جمعې په شپه (تېره شپه) یو شمېر خوستیو ځوانانو د مشال خان په یاد شمعې بلې کړي او د هغه روح ته يې دعاګانې وکړې.

دوی په خپلو خبرو کې مشال خان د پښتنو د فکر او روښنايی مشال باله او زیاتوله يې چې پدې دردونکې پيښه ټولو پښتنو ځوانانو فکري او رواني زجر او تکلیف لیدلی دی.

خوستیو ځوانانو له حکومتونو دا هم وغوښتل، چې په پښتنو سیمو کې دې علمي او اکاډمیک مرکزونه د افراطیت او تشدد له فکره لیرې وساتل شي او هغه کسان د قانون منګولو ته وسپاري، چې د مشال خان په وژنه کې شریکان وو.

ویناوالو په یو علمي او اکاډمیک مرکز کې پدې ډول د یو پښتون محصل وژنه یوه جوړه شوې دسیسه وبلله او د څېړنې غوښتنه يې وکړه.

د یاد پروګرام ګډونوال مدني فعال فریدالله قربان پدې اړه مشال راډیو ته وویل:

((که په لره پښتونخوا کې دي او که په بره پښتوخوا کې دي، پوهنتونونه دې د علمي او اکاډمیکو مرکزونو په توګه پاتې شي، په هغه کې دې د افراطیت لپاره کارنه کیږي، نو مشال خان یوازې د یوې کورنۍ کس نه وو، هغه د ټولو پښتنو وو، ځکه هغه د انسان لپاره مبارزه کوله، نو له همدې کبله پښتانه يې په مړینه خفه دي او دا پېښه غندي.))

فریدالله قربان زیاتوي، د مشال خان پر وړاندې چې کوم ظلم او تشدد شوی، د هر ځوان روح او روان يې ځپلی او خفه کړی دی.

مدني فعال حضرت الله ارغوان مشال خان د پښتنو لپاره د فکر او روښنايی مشال بولي:

((اصلاً د مشال خان نوم له دوو کلیمو ترکیب دی، یو مشال او بل خان، په نوره نړۍ کې پښتون په خان پېژندل کیږي، مشال بلیدونکی د رڼا او تنویر یو څيز وو، اصلاً دا فزیکي مشال ندی بلکې دا د فکر مشال دی، یو د روښنايی مشال دی.))

ازاد ژورنالېست سیف الله خوستی غوښتنه کوي، چې حکومتونه باید په نویو تدابیرو سره د داسو منفي فکرونو او کړنو د تکرار مخه ونیسي.

سیف الله خوستی وايي:

((د پښتنو یو ضعیف ټکی دادی چې هغوی د مخالف فکر د لیدلو د زغم توان نلري، زه فکر کوم چې دا یوه پلان شوې پېښه ده، زه د یو انسان په توګه له حکومتونو دا غواړم چې دا پېښه وڅیړي، هغه خلک چې پدې جرم ککړ دي، هغه وپېېژندل شي او په راتلونکې کې د خشونت داسې منفي فکر تکرار نشي.))

یو بل تن خوستي ځوان سیدمرجان هڅاند هم د مشال په یاد د جوړ شوي ماښامي کې د ګډون تاثرات داسې وړاندې کړل:

((موږ ملګري د دې لپاره راټول شو، چې مشال زموږ یو ورور وو، زموږ د کورنۍ یو غړی وو، سبا ته له نورو روڼ اندو سره، زموږ د کورنۍ له غړو سره او حتی موږ سره داسې کیدلای شي، دا ظلم یوازې مشال خان سره نده، بلکې ټول پښتون قوم سره ظلم دی، هر څوک چې د دې قوم د اینده لپاره فکر کوي، پداسې ظلم ووژل شي.))

۲۵ کلن مشال خان چې د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې يې زده کړې کولې، اته ورځې وړاندې د اپریل په ۱۳ مه یو شمېر فهرجنو محصلانو د یاد پوهنتون دننه مذهب ته د سپکاوي په تور په وهلو، ډبولو وواژه.

د سیمې د نورو ګڼو شخصیتونو او بنسټونو تر څنګ د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف او د پاکستان جماعت علمای اسلام مشر مولانان سیمع الحق هم د مشال خان وژنه غندلې ده.

مولانا سمیع الحق ویلي، د اسلام په نامه د یو چا وژل په اصل کې د اسلام بدنامول دي او هېڅوک نشي کولای د تور پر بنسټ څوک ووژني.

XS
SM
MD
LG