د لاسرسي ځای

تازه خبر

د م.م امنیت شورا د شمالي کوریا وسلو ازموینې وغندلې


پراګ - د ملګرو ملتونو امنیت شورا د شمالي کوریا د توغندي وروستۍ ازموینه په سختۍ غندلې ده او د پیانیانګ له لوري د سیمې د ((خورا بې ثباتولو چلند)) په غبرګون یې ورباندې د بندیزونو ګواښ کړی.

شورا د جمعې پر شپه په یوه خوله په خپور کړي بیان کې له شمالي کوریا غوښتنه کړې چې ((نورې اټومي ازموینې دې نه کوي)) او وايي چې د پیانګیانګ ((د توغندیو ناقانونه فعالیتونه)) په سیمه کې ((کړکېچ لا پراخوي.))

شورا د شمالي کوریا د توغندیو ازموینو په غبرګون ((د نورو پام وړ اقداماتو په ګډون)) د بندیزونو لګولو ګواښ وکړ.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هېلې خبریالانو ته وویل، که دوی ((بندیزونو یا نورو اقداماتو کولو ته مجبوره شول، نو و به یې کړي.))

امریکا د دې بیان متن تیار کړی وو خو روسیې وویل چې په دې کې دې د ((خبرو اترو له لارې)) د سوله ییز هواري ذکر وشي چې پکې ورشامل کړل شو.

په عین وخت کې د روسیې د لرې ختیځ سیمې اوسېدونکو او رسنیو خبر ورکړی دی چې له څو ورځو راهیسې د روسیې پوځي قافلې له شمالي کوریا سره نېږدې سرحدي سیمو ته روانې دي.

پیانګیانګ شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د توغندي ناکامه ازموینه کړې وه. هلته بیجنګ هم پر شمالي کوریا فشار زیات کړی او له نورو ازموینو یې ګرځولی دی خو هغه هېواد وايي، د اټومي او بېلېسټېک وسلو ازموینو ته دوام ورکوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG