نن د پنجشنبې ورځ د پاناما اسنادو مقدمې په اړه په خپله وروستۍ پرېکړه کې سپریم کورټ دا هم وویل چې باید د دې خبرې هم پلټنې وشي چې مالي پانګه څنګه قطر ته منتقل کړل شوی.
سپریم کورټ وزیراعظم نوازشریف او د هغه دوو زامنو حسن او حسېن ته حکم ورکړو چې د پلټنو د ګډې ډلې پر وړاندې حاضر شي.
د سپریم کورټ تفصیلي پریکړه په پینځه سوه او څلویښت پاڼو اډاڼه لري.
د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ م کال کې په ملینونو داسې اسناد په ډاګه شول چې پکې د وزیراعظم نوازشریف اولادونو په نومونو په پاناما هېواد کې د مشکوکه کمپنیانو او اکاونټونو ذکر شوی وو.
تر هغه وروستو د پاکستان سپریم کورټ د نوازشریف خلاف د مقدمې اورېدنه پیل کړې وه.