د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاناما اسنادو شالید


پراګ : د نړيوال خبريالانو پلټنو کنسورشیم د ۲۰۱۶م کال د اپرېل په درېيمه نېټه شاوخوا 11 اعشاريه پنځه میليون پټ اسناد خپاره کړي ول، چې پکې راغلي ول، د پاناما قانوني چارو یوې کمپنۍ موساک فونسيکا د ګڼو کسانو په نومونو پټ شرکتونه پرانیستي ول.

په دې اسنادو کې د پاکستان وزيراعظم نواز شریف بچیانو نومونه هم ول چې په بهر هېوادونو [اف شور] کې یې اته کمپنياني لري.

د اپرېل په څلورمه د تحريک انصاف مشر له وزيراعظمه غوښتنه وکړه چې د تورونو سپناوي وکړي.

د اپرېل په پنځمه نېټه وزيراعظم نواز شریف د پاکستان وګړیو ته په خپله وينا کې د لګول شويو تورونو په اړه د پلټنو اعلان وکړ.

د ۲۰۱۶م کال د اپرېل په لسمه نېټه عمران خان غوښتنه وکړه چې د سپريم کورټ چيف جسټس په مشرۍ دې د پلټنو لپاره یو کمېشن جوړ کړي.

خو د سپريم کورټ پنځو پخوانيو ججانو د پلټنو کمېشن له مشرۍ انکار وکړ. تر هغه وروسته واکمن مسلم ليګ ن ګوند د وفاقي وزير اسحاق ډار په مشرۍ د پلټنو کمېشن لپاره شرایط جوړ کړل.

د اپرېل په دوه ويشتمه نېټه وزيراعظم له لندن خپل هېواد ته ستون شو او هېوادوالو ته يې یو واري بيا وينا وکړه. نوموړي په هغې کې وويل:

"که چېرې له یو چا سره ثبوتونه وي نو کمېشن ته دې يې وړاندې کړي. ما له خپل ځان سره ژمنه کړي چې د پلټنو په نتيجه کې په ما لګول شوي تورونه صيح ثابت شول، نو زه به استفعا ورکړم.''

اپوزیشن ګوندونو د حکومت لخوا د پلټنو کمېشن لپاره ضابطې رد کړې.

د ۲۰۱۶م کال د مې په لومړۍ نېټه د پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري له وزيراعظمه د استعفا غوښتنه وکړه. ورسره ټولو اپوزیشن ګوندونو د غونډې وروسته د پلټنو کمېشن لپاره ضابطې وړاندې کړي.

په هغه ورځ د پيپلز ګوند غړي اعتراز حسن خبريالانو ته ضابطې وړاندي کړي. خو حکومت د مې پر پنځمه نېټه د اپوزیشن ګوندونو ضابطې رد کړې.

د دې له وجې حکومت او اپوزیشن ګوندونو ترمنځ کړکېچ زيات شو. په هغه وخت کې رسنیو داسې خبرونه هم ورکړي ول چې د هغه وخت پوځ مشر جنرال راحيل شريف وزيراعظم نوازشريف ته د پاناما اسنادو معاملې هوارولو ويلي ول.

د مې په ۱۳مه نېټه سپريم کورټ د حکومت لخوا د پلټنو کمېشن خواست رد کړو. له دې وروسته وزيراعظم قامي اسمبلۍ ته په وينا کې د پلټنو کمېشن لپاره د ضابطې جوړولو لپاره د یوې ګډې کمېټۍ جوړولو وړانديز ورکړ. د مېپه ۱۸مه نېټه یوه ۱۲ کسيزه کمېټۍ د ضابطو په جوړولو سلا شوله.

هلته تحريک انصاف ګوند په الېکشن کمېشن کې د وزيراعظم نااهلي ریفرنس جمع کړی وو.

د جولايي په ۲۰مه اپوزیشن ګوندونو له حکومت سره د نورو مذاکراتو له کولو انکار وکړ.

د اګست په درېيمه نېټه ((تحريک انصاف ګوند)) د احتساب په نامه تحريک شورو کړو او جماعت اسلامي ګوند په سپريم کورټ کې د پاناما اسنادو په اړه پيټېشن جمع کړو.

همداراز د اګست په ۲۹مه تحريک انصاف ګوند هم په سپريم کورټ کې پیټیشن جمع کړو او د وزيراعظم نوازشريف د اناهلۍ غوښتنه يې وکړه.

په سېپټېمبر کې تحريک انصاف ګوند په ټول هېواد کې د مظاهرو اعلان وکړ او د نواز شريف له کور سره نېږدې رایدونډ کې مظاهره وکړه. وروسته یې د اسلام اباد تړلو ګواښ هم وکړ.

خو سپریم کورټ د تحريک انصاف، جمهوري وطن پارټي او د نورو درخواست اورېدنه منظور کړله. سپريم کورټ د پاناما اسنادو لپاره پنځه کسيزه بېنچ جوړ کړو او رسمي اورېدنه شورو شوه، چې د روان ۲۰۱۷م کال د فېبرورۍ تر درويشتمې نېټې پوري جاري وو.

د جسټس اصف سعید کوسه په مشري کې پنځه کسيزه بېنچ په ۲۳مه فېبرورۍ ويلي ول چې د پاناما اسنادو تفصلي فیصله به ورکوي چې شل کاله وروسته هم خلک دا وايي چې سپريم کورټ د قانون مطابق فیصله ورکړي.

XS
SM
MD
LG