د لاسرسي ځای

تازه خبر

پنس: د شمالي کوریا پروړاندې د ستراتیژیک زغم موده تېره شوی


د امریکا مرستیال ولسمشر د جنوبي کوریا له پلازمېنې شمالي کوریا ته خبرداری ورکړ او ویې‌ویل چې د پیونګ یانګ پروړاندې د ستراتیژیک زغم موده تېره شوې ده.

مایک پنس چې نن دوشنبه په سیول کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو وویل چې د شمالي کوریا د توغندیو او د اټمي وسلو د پلانونو د مخنیوي لپاره ټول انتخابونه د مېز پر سر دي.

مایک پنس خبرداری ورکړ چې شمالي کوریا دې د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ اراده نه‌ازمویي.

پنس د جنوبي کوریا د جمهوري ریاست له سرپرست هوانګ کیوهان سره نن په پلازمېنه سیول کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې په افغانستان او سوریه کې د متحده ایالاتو پوځي اقدام د امریکا د نوي ولسمشر ټرمپ قدرت او اراده په ډاګه کړه.

د امریکا پوځ تېره اوونۍ تر ټولو لوی غیر اټمي بم چې د بمونو مور هم یادېږي، د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله‌والو پر سمڅو واچاوه چې د افغان چارواکو په وینا له ۹۰ زیات د داعش وسله‌وال‌یې ووژل.

د ننګرهار اچین کې د داعش پر مرکز د امریکا د ټولو لوی بم حملې عکس.

له دې مخکې روانه میاشت د امریکا پوځ د سوریې د رژیم یوه هوایي اډه پر ۵۹ توماهاک ډوله کروز توغندیو وویشته.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس وایي، د شمالي کوریا په وړاندې د ستراتیژیک صبر پړاو نور پای ته رسېدلی دی.

پنس چې په جنوبې کوریا کې دی، دغه څرګندونې د دوشبنې د ورځې په پیل کې د دواړو کوریاوو تر منځ د غیر نظامي پولې او د سرحدي کلي پانمونجام څخه د کتنې په ترڅ کې وکړې.

پنس وویل، واشنګټن غواړي چې د سولې او خبرو اترو له لارې مخ ته ولاړ شي خو زیاته‌یې کړه چې ټول انتخابونه د مېز پر سر دي.

هغه ډاډ ورکړ چې امریکا به د جنوبي کوریا ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس.

نوموړي زیاته کړه:

"ډېر ویاړم چې د امریکا د متحده ایالاتون د ولسمشر سلامونه خپلو سرتېرو او د جنوبي کوریا سرتېرو ته وړاندې کوم، موږ د دوی تیاری ستایو او ټینګار کوو چې د امریکا د متحده ایالاتو خلک به په راتلونکو میاشتو او کلونو کې هم د جنوبي کوریا د خلکو تر څنګ ولاړ وي او دې ته ژمن دي چې د دوی ازادي «جنوبي کوریا» او هم دا مسئله چې د کوریا ټاپووزمه له اټمي وسلو څخه پاکه وي، یقیني شي."

پنس شمالي کوریا ته په اشاره وویل چې د دې هېواد وګړي او پوځ باید د خپلو متحدینو تر څنګ د متحده ایالاتو په اراده کې تېروتنه ونه‌کړي.

د دواړو کوریاوو تر منځ له پولې د امریکا مرستیال ولسمشر په داسې حال کې کتنه کوي چې د کوریا په ټاپووزمه کې په تېره بیا د شمالي کوریا د توغندویو د غیر قانوني ازموینو له امله کړکېچ زیات شوی دی.

د هغه له کتنې یوه ورځ مخکې هم شمالي کوریا غوښتل چې یو بل توغندی وازموي خو هغه له توغول کېدو وروسته وچاودېد او ازموینه ناکامه شوه.

پنس دغه ناکامه ازموینه یو لمسونکی اقدام وباله.

له دې مخکې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي و چې شمالي کوریا ستونزې جوړوي.

ټرمپ د الوتکې وړونکو یوې کښتۍ په ګډون یوه ډله پوځیان د کوریا د ټاپو وزمې شااوخوا اوبو ته استولي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي په سیمه کې د راپورته شوي کړکېچ په اړه وویل چې د امریکا او شمالي کوریا تر منځ د پوځي نښتې په صورت کې هېڅ لوری به بریالی نه‌وي.

ټرمپ چې مخکې یې ویلي و چې د چین له همکارۍ پرته به هم د شمالي کوریا ستونزې ته رسیدګي وشي پرون وویل چې چین په دې برخه کې له متحده ایالاتو سره ګډ کار کوي.

د دواړو کوریاوو تر منځ جګړه چې له ۱۹۵۰ نه تر ۱۹۵۳ کاله پورې یې دوام وکړ، په نتیجه کې یې د سولې تړون ونه‌شو او دواړه هېوادونه له تخنیکي پلوه تر اوسه د جګړې په حال کې دي.

په اوس وخت کې په جنوبي کوریا کې شااوخوا ۲۸ نیم زره امریکایي سرتېري دېره دي.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پنس به په لس ورځني سفر له جنوبي کوریا څخه جاپان ته لاړ شي او هم به له اندونیزیا او اسټرالیا څخه کتنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG