د لاسرسي ځای

تازه خبر

دا دوې ورځې پر تورخم بې ویزې تلی شی


د تورخم چارواکي وايي هغه پاکستاني وګړي چې بې پاسپورټه افغانستان ته تللي ول د اپرېل په ۱۷ او ۱۸ مه یوازې په شناختي کارډونو پر تورخم دروازه پاکستان ته ننوتلی شي.

پولیټیکل تحصیلدارشمس الاسلام مشال ریډیو ته وویل چې، ټرانسپورټران او ډریوران دې هم خپل پاسپورټونه زر تر زره جوړ کړي دا ځکه چې بیا به د اپریل ۱۹ نیټې نه پاکستاني وګړي بې له پاسپورټه افغانستان ته نه پرېږیدي.

په تورخم کې سختو شرطونو پاکستاني ډریوران اندېښمن کړي او وایي له دوی سره دې نرمي وکړل شي.

د خیبر ټرانسپورټ یونین مشر شاکر اپرېدي مشال ریډیو ته وویل،دوه ورځې نرمي ورکول ډېره کمه موده ده او باید دغه وخت دې وغځول شي. پاسپورټ [مو] مشکلات زیاتوي او راکموي یی نه:

''زموږ په سلګونه ګاډي په افغانستان کې ایسار دي او په دوه ورځې کې نه شي راتلی نو باید درې څلور میاشتې وخت دې راکړل شي او زموږ لپاره دې یو متبادل د راهدارۍ کارډونه جوړ کړل شي.''

د فاټا چیمبر آف کامرس مشر شاهد رحمان وایي:

''پاکستاني چارواکي دې په تورخم دروازه له سوداګرو او ډریورانو سره نرمي وکړي او دوی له دې سهولتونه ورکړي. د سارک چیمبر آف کامرس چې افغانستان، پاکستان او هند یې هم غړي دي هغوي کاروباري خلکو له په پاسپورټ کې یو سټیکر لګوي او پر هغه تر یوه کاله آزاد تګ راتګ کوي نو پاکستان او افغانستان دې هم له یو بل سره داسې یو سهولت پيدا کړي او چې کوم قبایل دي د دوی لپاره دې راهداري جوړه کړي لکه پخوا چې وه او دواړو خواوو قبایل به پرې تلل راتلل.''

پاکستاني چارواکو د بارډر مینجمنټ یا د پولې د سنبالولو پالسیۍ تر لاندېد تیر کال جون میاشتې راهیسې افغان وګړو لپاره په تورخم دروازه د پاسپورټ او ویزې شرط ایښی دی او افغان وګړي سفري اسنادو بغیر په دې لار تګ راتګ نه شي کولی.

او اوس یې د پاکستان وګړو لپاره هم د پاسپورټ شرط لازمي کړی دی.

یاده دې وي چې په دا وروستو کې په پاکستان کې د تره ګرۍ پرله پسې پېښو رامنځته کېدو وروستو پاکستان د تورخم دروازه پوره دوه دېرش ورځې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه او پاکستاني امنیتي چارواکي وایي چې وسله وال په افغانستان کې بریدونه پلانوي او بیا په دې سیمو باندې پاکستان ته ننوځي نو ځکه یې په تورخم کې سختي شورو کړې ده چې په دې دروازه د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي خو بیا افغان چارواکي دغه ادعاوې ردوي.

XS
SM
MD
LG