د لاسرسي ځای

تازه خبر

ترکیه ټولپوښتنه: اردوغان واک نور وغځاوه


ولسمشر رجب طیب اردغان
ولسمشر رجب طیب اردغان

په ترکیه کې د آییني بدلونونو لپاره په شوې ټولپوښتنه کې ولسمشر رجب طیب اردغان په یو فیصد اکثریت سره بری ترلاسه کړی دی.

اسوشيیېټډ پرېس خبري اژانس لیکي له دې سره به اوس نوموړی تر راتلونکیو دوو دورو پورې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د برخې اخېستو جوګه وي چې راتلونکې ټاکنې یې په ۲۰۱۹م کال کېدونکې دي.

اپوزیشن ګوندونو د ټولپوښتنې پایلې ننګولې دي.

بل پلو نړیوال غبرګونونه هم مخې ته راغلي دي.

ولسمشر اردوغان له ټولپوښتنې پس پر کړنلارو کار پیل کړی دی.

په اتوار ناوخته د ترکيې ټاکنو کمېټۍ اعلان وکړ چې د اتلسو اییني بدلونونو لپاره ټولپوښتنه کې څه باندې ۵۱ فیصدو خلکو د ولسمشر اردوغان په حق کې رایې اچولې دي. د دې ریفرینډم ورووستۍ نتیجې به دوولس ورځې پس په ډاګه کېږي.

اردوغان د اتوار ورځې ناوخته د ترکي ولس مننه وکړه چې په لوی شمېر کې د خپلو رایو اچولو لپاره راوتي ول. نوموړي وویل دا بریا د ټول ولس ګټه ده.

بلخوا د حکومت مخالیفو ګوندونو خوا اوشا د ۶۰ فیصدو ووټونو بیا شمېرلو غوښتنه کړې ده.

اردوغان په استانبول کې خبریالانو ته وویل، دې په ټولپوښتنه کې د برخه اخېستونکیو ټولو خلکو مننه کوي. نوموړي زیاته کړه: د اپرېل ۱۶ مه د ټولو خلکو لپاره چې په دې ټولپوښتنه کې یې برخه اخېستې ده، د بري ورځ ده، پروا نه کوي چې دوی په اساسي قانون کې د بدلون په حق یا په مخالفت کې رایه ورکړې ده. خو کله چې په استانبول کې یې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا کوله نو زیاته یې کړه: داسې خلک هم شته چې پایلو ته په سپکه ګوري، هغوی دې کوشش نه کوي، کوششونه به یې ضایع شي، ځکه چې اوس ډېر ناوخته دی.

د ترکیې آییني بدلونونو لپاره چې کله له هېواده بهر په اروپايي هېوادونو کې ټولپوښتنه کېدله نو د انقرې او ځېنو اروپايي هېوادونو ترمنځ اړیکې خرابې شوې وې، په ځانګړي ډول له جرمني او هالینډ سره. دا چې په دواړو هېوادونو کې ترکي وزیرانو او چارواکو ته اجازه نه ورکول کېده چې د ټولپوښتنې لپاره کمپاین وکړي نو اردغان د دواړو هېوادونو چارواکي نازیان بللي ول. خو اوس چې پایلې مخې ته راغلي، اردغان وايي: دوی له نورو هېوادونو او ادارو هم غواړي چې د ترکيې ټولپوښتنې پایلو ته درناوی وکړي.

خو د اردغان مخالفین وايي، په اساسي قانون کې بدلون یو داسې کس ته زیات واک په لاس کې ورکوي چې د دوی په وینا استبدادي خوی لري. دوی وايي اییني بدلونونه یوازې د اردوغان په ګټه دی، پارلېمان به کمزوری کړي، قضا به سیاسي شي او د ولسمشر اجرائیه صلاحیت به زیات شي.

د ترکي پیپلز ریپبلکن پارټۍ مشر کمال کیلیکداروغلو
د ترکي پیپلز ریپبلکن پارټۍ مشر کمال کیلیکداروغلو

د اپوزیسون ګوندونه د رایه اچونې پر مهال د بې نظمۍ شکایت کوي. د ترکي د پیپلز ریپبلکن پارټۍ چې د اپوزیسون مهمه ډله ده، مشر کمال کیلیکداروغلو وايي، د انتخاباتو عالي بورډ عین د ټولپوښتنې پر ورځ په قوانینو کې بدلون راوست او د رایو پاکټونه یې پرانیستل.

د اپوزیشن یو بل ګوند چې کرد پلوه دی او د آییني بدلونونو مخالفت یې کولو وايي دوی په پام کې لري چې په درو کې پر دوه برخورایو به اعتراض کوي.

ترکیه کې د تېر کال جولای له میاشتې چې د حاکم نظام پرضد ناکامه کودتا وشوه، بېړنی حالت ټینګ دی.

هلته د کودتا تر ناکامې هڅې وروسته، لسګونه زره ترکان چې محصلان، د پوهنتونونو استادان، خبریالان او مدني فعالان پکې دي، بندیان شوي یا له دندو لېرې شوي دي.

په لندن کې د ( چتم هاوس ) په نوم د یوې فکري ډلې/ تینک ټېنک مشر فادي هاکورا وايي د ټولپوښتنې پایلې به اوس په دې اډانه لري چې د اپوزیسون ډلې او د انتخاباتو نړیوال څارونکي ورته په کوم نظر ګوري.

نوموړی وايي، اردغان د ټولپوښتنې د کمپاین پر مهال په ملي رسنیو کې خورا زیات تسلط درلودلو. هغه د آییني بدلونونو نه غوښتنوکیو لپاره سخت شرایط برابر کړي ول او بیا یې هم یواځې یو فیصده اکثریت ترلاسه کړ.

د ترکي پر ټولپوښتنه محتاط نړیوال غبرګون مخې ته راغلی دی. د اروپايي ټولنې درو لوړ پوړو چارواکو، د اروپايي کمیسیون مشر ژان کلودي یونکر،د اروپايي ټولنې بهرنۍ تګلارې مشرې فېدریکا موغیراني او د اروپايي ټولنې پراخولو کمېشنر جوهانس هان په یوه شریکه بیانیه کې ویلي، دوی ورکړل شوې پایلې کتلې او اوس به د انتخاباتو د نړیوالو څارونکیو د راپور انتظار کوي.

د ترکي آییني بدلونونه د پارلېماني پرځای صدارتي نظام رامنځ ته کوي، د وزیراعظم څوکۍ له منځه ځي، زیات واک به د ولسمشر په لاس کې وي او اردغان کولی شي تر ۲۰۲۹ کاله په واک کې پاته شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG