د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه: د مشال خان د وژنې ضد مظاهره وشوه


د مشال خان انځور
د مشال خان انځور

د صوابۍ د مشال خان پر وژنه د کوټې مدني ټولنې هم غږ پورته کړی او د پریس کلب مخې ته یې د یوې مظاهرې په ترڅ کې، په دې پېښه خپګان ښکاره کړی او له حکومته یې غوښتي چې حمله کونکیو ته دې سخته سزا ورکړي.

په مظاهره کې د نارینه وو ترڅنګ مېرمنو هم ګډون وکړ. دوی په دې موقع شعارونه ورکول چې، انصاف غواړو او د مشال خان وژونکي دې محاکمه شي.

د ثنا الله کاکړ په نوم یو مظاهره کونکي مشال راډیو ته داسې وویل:

« هغه کسان چې د پېښې تر شا یې لاس درلود، باید سزا وویني. دلته له تېرو څلوېښتو کالو راهېسې د شعور خاوندان وژل کېږي. د قامي شعور لرونکي له منځه وړل کېږي.»

یوې بلې مظاهره کونکې ثنا درانۍ وویل چې د یوه انسان وژنه د ټول انسانیت وژنه ده:

« د مشال خان سره ډېر زیات ظلم شوی دی. دا د یو انسان نه بلکې د ګردې ټولنې وژنه ده. د دې مطلب دا دی چې زموږ حکومت د کار نه دی. »

مظاهره کونکیو زیاته کړه د پښتنو بد بختي داده چې دوی هم مړه کېږي او هم پړه بلل کېږي. د مظاهره کونکیو په وینا د بلواګرو له خوا د یو بېګنا انسان وژنه پخپله د مقدساتو سپکاوی دی.

مشال خان د تېر زیارت په ورځ د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلواګرو له خوا ووژل شو.

XS
SM
MD
LG