د لاسرسي ځای

تازه خبر

 د واشنګټن او مسکو اړیکې لاهم ترینګلې ښکاري


د اپرېل په دوولسمه نېټه د امریکا بهرنیو چارو وزیر مسکو ته سفر وکړ خو برېښي داسې چې سره له دې د دواړو واکمنو هېوادونو ترمینځ د شام په اړه اختلافات په خپلځای پاته دي او خپلمینځي اړیکې يې ترینګلي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د ټرمپ انتظامیې د لوړپوړي چارواکي په توګه په وړومبي ځل په مسکو کې د روسیې د ولسمشر پوتین او د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف سره وکتل.

د چارواکیو او کارپوهانو په وینا دواړو خواو د اړیکو ښه کولو لپاره د روانو هڅو مرسته وکړه خو داسې نه ښکاري چې د شام په اړه د یو په دریځ کې هم څه بدلون راغلي وي.

نیویارک ټایمز په یوه اداریه کې لیکلي دي ـــ دوی دومره هم ونکړل شول چې په شام کې د تېرې اوونۍ د کیمیايي برید په اړه په حقایقو رضا شوي وي.

له دې یوه پوښتنه دا راولاړېږي چې آیا په اړیکو کې تر ترینګلتیا وروستو به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لپاره دا خبره ګرانه نه شي د اسلامي دولت وسله ولې ډلې ته د ماتې ورکولو لپاره مسکو له ځان سره ملګری کړي؟ په دغه اړه د دواړو هېوادونو ترمینځ له همکارۍ مخکې تر پوښتنو لاندې وو خو اوس بالکل ناممکنه ښکاري.

ټیلرسن ویلي دي چې د شام ولسمشر بشرالاسد د شام په شپږ کلنه جګړه کې له پنځوسو ډېر کېمیايي بریدونه کړي دي او دا ممکنه ده چې هغه د دې لپاره د جنګي جرمونو د تورونو سره مخامخ شي.

خو په عین حال کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګې لاوروف په شام کې د امریکا برید غیر قانوني بللی دی او زیاته کړې يي ده باید نور د داسې بریدونو مخه ونیول شي.

یو شمېر کارپوهان وايي ـــ په شام کې د امریکا اوسنی برید د امریکا په پالیسۍ کې بدلون ښيي چې د روسیانو په ګډون يې د نړۍ ډېر خلک حیران کړي دي.

په واشنګټن کې د یو څېړنیز مرکز مرستیال ریس جیفري مینکوف ویلي دي چې د ټرمپ انتظامیې د بهرنیو چارو په پالیسۍ کې بې یقینۍ د دواړو هېوادونو ترمینځ اړیکې لا خرابې کړي دي او کیدای شي ستونځې ورسره نورې پېچلې شي.

XS
SM
MD
LG