د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پنجاب سرګودا کې د ماشومانو لوڅ فلمونو جوړولو تن ګرفتار


د پاکستان پنجاب صوبې په سرګودا ضلع کې د ماشومانو لوڅ عکسونو او ویډیوګانو اخېستلو یوه رسوايي په ډاګه شوې ده.

د زيارت په ورځ یوې فېډرالي پلټونکې ادارې اېف ای اې د پنجاب صوبې په سرګودا ضلع کې د ماشومانو بربنډې وېډيوګانې او عکسونه اخېستلو او بيا هغه له هېواده بهر د خرڅولو په تړاو يو تن نيولی دی.

د اېف ای اې سایبر کرايم څانګې یوه چارواکي مشال راډیو ته وویل د سرګودې یو اوسېدونکي سعادت به ماشومان خپل کور ته د کمپيوټر زدکړو په پلمه بیول او هلته به يې د هغوی لوڅ تصویرونه اېستل او ویډیوګانې به یې اخېستلې.

د تحقيقاتي ادارې تر مخه سعادت امين دا کاروبار له ۲۰۰۷م کال راهیسې کولو. دوی وايي ملزم به ويډيوګانې او د عکسونو مواد په ناروې او سويډن کې په کاروبار کې شريکو کسان خرڅول.

د ماشومانو حقونو کار پوهان وايي دا يو کاروبار جوړ شوی دی چې له دې سره نه يواځې د ماشومانو استحصال روان دی بلکې د ماشومانو په تحفظ هم سوالونه را پورته شوي دي.

د ماشومانو د تحفظ او بشري حقونون فعال اعزاز الدين وايي چې په دې جرم کې ککړ کسان د خپلې ګټي لپاره دا سوچ نه کوي چې د دوی دا غېر اخلاقي کارونه د ماشومانو نه د هغوی ماشوموالې اخلي او دغه ماشومان په ټولنه کې هر وخت د يو ويرې او منفي سوچ سره ژوند تيروي.

دی وايي چې نه يواځې دغه کسان چې دا قسمه غلط کارونه کوي د ماشومانو د مستقبل د خرابولو زمه واره دي بلکې میندې پلرونه هم په دې کې برابر قصور واره دي چې هغوی د خپلو بچو په ورځنیو هلوځلو نظر نه ساتي.

((دې کې هېڅ شک نشته چې ماشومان کله د خپل عمر نه مخکې دا قسمه وېديو ګانې وګوري يا دا حرکت ور سره وشي نو د هغوي ماشوموالې تباه شي.د دې ماشومانو د تحفظ لومړۍ زمه واري د دوي په کورنۍ او په مور پلار راځي چې د دوې ماشومان اسکول ته ځي،بهر لوبي کوي اسکول نه راځي مدرسې ته ځې څه کوي څه نه، پکار ده چې د دې ماشومانو په هلو ځلو نظر وساتي دې نه علاوه ماشومان کمپيوټر استعمالوي نو په هغي نظر ساتل پکار دي چې کوم قسمه څيزونه وېډيوګانې هغوي په دي ګوري ځکه چې دلته هم هغوي ته يو خطره وي.))

د ماشومانو حقونو لپاره کار کونکې غېر سرکاري ادارې "ساحل‘ يو چارواکي ممتاز ګوهر مشال ريډيو ته ووېل چې د داسې قسمه ويديو ګانې او مواد د متاثره شوې او نور ماشومانو ژوند خرابوي او هغوي مخکې د ویرې ژوند تیروي.

د ده په وېنا چې تر سو په سايبر کرايم بل عمل درآمد يقيني شوې نه وي او په دې کې ککړ کسانو تهسزاګانې نه وي مېلاو شوې دا پېښې به د ملک هر ماشوم سره کېږي.

(چې کوم ماشومان داسې غير اخلاقي وېديو وګوري نو هغه بيا په عملي توګه کول غواړي نو دا شان هغه بيا يو بل ماشوم سره داسې غير اخلاقي حرکت وکړي او چې کوم ماشوم سره دا حرکت وشي نو بيا د ټول عمر لپاره د دهغه په مازغو کې پاتي شې او بيا هغه د بل چا نه بدل اخيستو لپاره بيا نورو ماشومانو سره دا کوي نو دا شان په ټولنه کې او زموږ چاپيرچل کې دا يوه لړۍ روانه وي.))

تير کال ۲۰۱۶ جولايي مياشت کې د پاکستان دسېنټ انفارميشن ټيکنالوجي قائمه کميټې سائبر کرائم بل ۲۰۱۵ په متفقه توګه منظور کړې وو.په بل کې د نورو سزاګانو سره سره د ماشومانو غير اخلاقي عکسونه په انټرنيټ ورکولو ۷ کالو قيد او 5 لکه روپو جرمانې سزاګانې ټاکل شوې دي.

XS
SM
MD
LG