د لاسرسي ځای

د مشال خان په وژنه کې شل تنه په ګوته کړل شوي


د مردان پولیس وايي د هغه د وژنې په تړاو ، شل کسان په ګوته کړل شوي دي چې اته تنه یې پکې نیولي دي او پلټنې ترې کوي.

د مردان پولیسو مشر محمد علم شینواری وویل د مشال خان د وژنې په مقدمه کې د وژنې، په وژنه لاسپورېکول، ترهګري او قانون په خپل لاس کې د اخېستلو دفعې شاملې دي.

شینواري دا هم وویل تر اوسه یې هېڅ داسې ثبوت و نه موندلو چې ګنې مشال خان دې یو څه داسې خبره کړې وي لکه څنګه چې دا خلک وايي.

مشال خان

مشال خان

د مردان په عبدالولي خان پوهنتون کې د بلوه ګرو زده کوونکیو په برید کې د وژل شوي مشال خان مړی په خپل پلرني ټاټوبي د صوابۍ په زېده کې خاورو ته وسپارل شو.

د پوهنتون یوه انتظامي مشر پوهاند فیاض علي شاه بېګا ماښام مشال راډیو ته وویل، یو شمېر زده کوونکو پر مشال خان برید وکړ، هغه یې وواهه او و یې واژه. نوموړي زیاته کړه چې زده کوونکیو پر مشال خان پر ټولنیزو رسنیو د اسلام سپکاوي تور پورې کړی وو خو د نوموړي پلار اقبال شاعر دا تورونه ناسم بولي او وايي زوی یې یوازې د پاکستان پر نظام او تګلارو انتقاد کاوه.

بلخوا د عبدالولي خان پوهنتون انتظامیې او پولیس هم له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، دوی ته تر اوسه هېڅ داسې معلومات نه دي ترلاسه شوي چې ګنې مشال خان دې د مذهب یا د یو بل چا سپکاوی کړي وي.

ستاسې نظر

تبصرې ښکاره کړئ

XS
SM
MD
LG