د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسد: د کیمیاوي وسلو کارول درواغ دی


شامي ولسمشر بشارالاسد دعوه کړې چې تېره اوونۍ د ده ځواکونو له لوري د کیمیاوي وسلو د حملو کولو تورونه ۱۰۰ فیصده درواغ دي.

دا خبره نوموړي د پنشنبې په ورځ د فرانسې خبري اژانس ته په مرکه کې پر داسې وخت کړې چې امریکا پر دمشق او ملګري مسکو یې د ریښتیا پټولو له کبله انتقاد کړی.

اسد وايي، د ده حکومت د کیمیاوي وسلو ټولې زېرمې د کیمیاوي وسلو مخنیوي سازمان ته سپارلې وې.

شام او په شپږ کلنۍ کورنۍ جګړه کې د اسد مهم ملاتړی هېواد روسیه، دواړه دعوه کوي چې د اپرېل پر څلورمه، له ۸۰ څخه زیات کسان هغه مهال ووژل شول چې حکومتي ځواکونو د یاغیانو تر ولکې لاندې د کیمیاوي وسلو په زېرمتون برید وکړ چې له کبله یې زهرجن ګیس اخراج شو.

په هیګ کې د کیمیاوي وسلو مخنیوي سازمان دفتر وايي چې شامی حکومت چې د روسیې په مرسته د ریښتیا پټولو هڅې کوي لا هم کیمیاوي وسلې کاروي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG