د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا په افغانستان کې پر داعش تر ټولو زورور بم غورځولی


پراګ - امریکا وايي، پوځ یې په ننګرهار کې د داعش ډلې پر مرکز د خپل تر ټولو لوی غیر اټومي بم برید کړی دی.

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر بېګا (د جمعې شپه) وویل، دا حمله په اچین ولسوالۍ کې د شپې شاوخوا اووه بجې شوې:

((د افغانستان له وخت سره سم، شاوخوا اووه بجې، د امریکا پوځ له جي بي یو – ۴۳ بم څخه کار واخیست. جي بي یو – ۴۳ یو ځواکمن بم دی چې کره نښه ولي. موږ د اسلامي دولت ډلې وسله والو هغه سمڅه په نښه کړه چې هغه یې د ازاد تګ راتګ لپاره کاروله او پر افغان ځواکونو او امریکايي سلاکارانو یې بریدونه کول.))

د پېنټاګان ویاند اډم سټمپ وویل، دا بم د لومړي ځل لپاره کارول شوی دی چې پکې ۱۱ ټنه چوونکي مواد پراته ول.

د امریکا هوايي ځواک دا د ټولو بمونو ((د مور)) په نوم یادوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي د جمعې پر شپه مشال راډیو ته وویل، پر دې مرکز پخوا هم د بې پیلوټه الوتکو بریدونه شوي دي.

ده وویل، دا برید د اچین ولسوالۍ د مامند درې په اسدخېلو کې شوی دی.

خوږیاڼی وايي، دا مرکز وسله والو زیات کاراوه. امریکايي او افغان چارواکي په برید کې د مرګ ژوبلې خبره کوي خو وايي کره شمېر یې نه دی معلوم.

البته خوږیاڼي وویل، په حمله کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امریکا دا بم په ۲۰۰۳ز کال کې ازمویلی وو خو دا لومړی ځل دی چې و یې کاراوه.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت امریکايي مشر جنرال جان نېکولسن وايي، دا بم د داعش پر وړاندې د عملیاتو بریا لپاره تر ټولو اغېزناکه وسله ده.

د کابل ادارې لا په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د دې لوی بم کارونې غندنه کړې.

XS
SM
MD
LG