د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان: د خپل پوځي ورکېدو کې بهرنۍ لاسوهنې ته هم ګورو


د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وايي چې په نيپال کې د پاکستان پخوانی پوځي چارواکي په لا درکه کېدو کې د بهرنيو استخباراتې ادارو رول له پام نه شي غورځولی.

په اسلام اباد کې اونيزي خبري غونډې ته په وينا کې د بهرنيو چارو وزارت وياند نفيس ذکريا وويل:

''هغه نيپال ته د نوکري ترلاسه کولو لپاره تللي وو. د جعلی اکاونټ او نورو دستاويزاتو مخې ته له راتلو وروسته دا خبره کولی شو، چې هغه په دې کې راګير کړل شوی دي. په دې کې د بهرنيو استخباراتي ادارو کردار له پامه نه شو غورځولی. د پاکستان حکومت دا معامله له نيپال حکومت سره راپورته کړي ده.''

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د پاکستان پخوانۍ پوځي کرنل حبيب ظاهر اووه ورځې وړاندې په نيپال کې لا درکه شو.

د پاکستان خارجه دفتر وایي چې تر بندیانو پورې د سفارت خانو رسایي لپاره د پاکستان او هند ترمینځ یو تړون شته.

د زیارت په ورځ د پاکستان د خارجه دفتر ویاند نفیس زکریا اونیزې خبري غونډې ته د یو سوال په ځواب کې وویل چې دا تړون په ۲۰۰۸ م کال شوی وو چې له مخې یې د اړونده ملک سفارتخانې ته رسایي ورکړل کېږي.

''امنیت، جاسوسي او د سیاسي چارو په اړه معاملو کې موږ دواړه ملکونه بیا ځانګړی واک استعالوو. زموږ ترمینځ په معاهده کې زما په اند یو شپږم شق دی چې هغه په اصل کې امنیت او یا سیاسي معاملو کې لاسوهنې اړخ ته اشاره کوي نو په داسې صورت کې به د کونسلر رسایي لپاره د کېس وړتیا مطابق غور کېږي.''

د رسایي پوښتنه په داسې حال کې شوې ده چې د پاکستان یوه پوځي عدالت د هند یوه مشکوک جاسوس ته د مرګ سزا اورول شوې وه.

د هند خارجه دفتر لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي ول چې په اسلام اباد کې د هند های کمېشنر کلبوشن یادو ته د رسايي لپاره یې یودېرش ځله درخواست کړی وو خو پاکستانيو چارواکیو ورته هېڅمثبت ځواب نه دی ویلی.

دغه خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي وو چې د هند هایې کمشنر ته د شري کلبوشن یادو پرضد مقدمه شروع کېدو په اړه اطلاع نه ده ورکړل شوې او د ای اېس پي ار دا دعوا چې ورته قانوني مرستې لپاره وکیل ورکړل شوی وو په دې حالاتو کې بې معنا او غېر سنجیده ښکاري.

د تېر ګل په ورځ د پاکستان پوځ د عامو اړیکو د څانګې لخوا جاري شوې خبرپاڼه کې ویل شوي وو چې د هند استخباراتي ایجنسۍ د را حاضر سروس افسر کلبوشن یادو ته پاکستان کې په جاسوسۍ او په تخریبی هلو ځلو د مرګ سزا اورول شوې ده.

د پوځ د بیان ترمخه چې کلبوشن یادو د خپلو جرمونو اعتراف کړی دی.

د بهرنیو چارو کار پوه او پخوانۍ سفیر رستم شاه مومند وایي کله چې د دوو ملکونو ترمينځ اړیکې خرابې وي نو بیا یې دا شان نتیجې مخې ته راروانې وي.

د ده په وینا پکار دا وو چې کلبوشن پورې کونسلر ته رسایي ورکړل شوې وی.

''که پاکستان دا ګڼل چې له موږ سره د کلبوشن پرضد ثبوت شته نو بیا تر هغه پورې رسایي ورکولو کې څه نقصان وو. باید چې دا ټوله مقدمه په یو سیویل عدالت کې چلول شوی وی. د دې ترڅنګ پکار دا وو چې بیا دا دواړه ملکونه یو لوظنامه وکړي چې له دې پس څه داسې پېښې کېږي چې د سفارتخانو رسایي ورکړل شي.''

وړمه ورځ د هند خارجه وزیرې سشما سوراج ویلي ول چې د کلبوشن یادو بچ کولولو لپاره هند تر هره حده پورې تلی شي او په دې لړ کې به د پاکستان له ولسشمر سره رابطه کوي.

د هند خارجه وزیرې سشما سوراج کلبوشن یادو د هند زوی بللی وو او ویلي یې ول چې په کلبوشن یادو لګول شوي تورونه نا سم دي.

XS
SM
MD
LG