د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان تر ۷ کلونو مخکې پر دویم حج بندیز ولګاوه


د پاکستان حکومت د حج تر نوې پالېسۍ لاندې تر اوو کالو وړاندې پر دویم حج کولو پابندي لګولې ده.

د پاکستان مذهبي امورو وزارت تر مخه د حج کونکيو لپاره اضافي اخراجات هم رد کړل شوي دي او همتر پخوانيو اخراجاتو لاندې به حج ته تلونکي درخواستونه جمع کولی شي.

د حج لپاره درخواستونه به د روانې اپرېل مياشتې له ۱۷مې نېټې د ملک په ټاکل شوي بېنکونو کې جمع کېدلی شي.

د پاکستان د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار يوسف تېر ماښام په اسلام اباد کې خبرې غونډه کې د کال ۲۰۱۷ حج پالېسۍ اعلان کړی.

د کابينې حج پاليسي منظورېدو پس سردار يوسف په خپله خبري غونډه کې وویل چې د سرکاري حج تر ځانګړې کوټې لاندې به اوس په اوو کالو کې يو کس يو وارې حج کولې شي.او د پرائيويټ کوټي تر لاندې تلونکي کسان به په پنځو کالو کې يو ځل حج له تللی شي.

''هر کال ډېر خلک په وړومبي ځل حج له درخواستونه ورکوي خو د زياتې شمېرې له وجې پاتې شې نو د دې په شا منظر کې موږ په دې دا پابندي ولګوله چي سرکارې حج اسکيم تر لاندې تلونکي به په اوو کالو کې يو ځل حج له ځي.دې نه وړاندې په پرائيوېټ حج کوټي کې حج کوونکیو لپاره دا پابندي نه وه چې ګني څو حجونه کړي د څه له وجې چې مشکلات رامخې ته وو نو اوس به پرائيويټ حج کوټي تر لاندې تلونکي به پنځو کالو کې يو ځل حج له ځي.''

په دې موقع سردار يوسف زياته کړه چې سږ کال به يو لاکه ۷۹زره کسان حج ادا کوي. چې پکې به يو لکه اووه زرو ۵۲۶کسان د سرکاري حج کوتې تر لاندې او يو اوويازره ۶۸۴ کسان به پرايئويټ کوټېتر لاندې حج ادا کولو لپاره ځي.

د حکومت دنوې حج پالسۍ په اړه د مزهبي چارو کار پوه پروفېسر ډاکټر قبله آياز وايې چې د حکومت لخوا دا يو ښه ګام دی اودې سره به هغه کس ته موقع په لاس ورشي کوم چې په زړه کې د حج کولو ارمان لري.

"نو دا خو يې ډېره ښه فيصله کړې ده دا اوو کالو والا،او زه خو به دا وايم چي زموږ پېغمبر اسلام په ژوند کې يو ځل حج کړې وو نو زه وايم چې ډير څه ضرورت نه وي لکه د مور پلار لپاره حج کول نو بل حج کول نه دي پکار.دې سره به کم از کم نورو خلکو ته موقع مېلاو شي چا چې حج نه وي کړې او بل دا چې هلته کوم زياته ګڼه کوڼه وي هغه به کمه شي او ټولو ته به ښه انتطامات ورکړل شي."

د نوې حج پاليسۍ تر لاندې د حج اضافې اخراجاتو تجوېز هم رد کړې شوې دی او د ملک شمالي سيمو سره تعلق لرونکيو حج اخراجات به دوو لکه اتيا زره روپۍ او د جنوبي سيمو خلکو اخراجات به دوهلکه اوويا زره روپۍ وي.

د مذهبي امورو وزير په وېنا چې۵۰ فيصده حج کونکيو د اوسېدو بندوبست به په مدينه او د ۵۰ فيصده به په مکه مکرمه کې کوي .

د مذهبي امورو وزارت تر مخه سرکاري حج اسکيم تر لاندې تللو لپاره به درخواستونه په ۱۷ اپرېل اخېستل کېږي او په۲۸ ماپريل به د درخواستونو قرعه اندازي کېږي. او دغه رنګ به د حج کونکيو لپاره مشين لوستونکيپاسپورټونه او مېديکل سرټيفيکيټ لازمي وي.

XS
SM
MD
LG