د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تعلیمي ادارو کې دې قابلیت ته پام وشي: بي اېن پي


بلوچستان نیشنل ګوند وايي، پوهنتونونو کې دې قابلیت ته پام وشي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:47 0:00

کوټه - د بلوچستان نیشنل ګوند غوښتنه کړې چې په تعلیمي ادارو کې دې بې له وړتیا لیدو استادان نه ګمارل کېږي.

د دې ګوند مشرانو او غړو د چارشنبې (شورو) پر ورځ د کوټې خبریالانو مرکز مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه. دوی د بلوچستان په سردار بهادر خان وېمېن یونیورسټۍ (د ښځو پوهنتون) کې قابلیت ته د نه پاملرنې پر ضد نعرې ووهلې او د حقونو غوښتنه یې وکړ.

تر مظاهرې وروسته د ګوند یوه مخکښ غلام نبي مري مشال راډیو ته وویل، یوازې د ښځو پوهنتون نه بلکې په هره تعلیمي اداره کې دې قابلیت ته پام وشي.

دوی په تعلیمي ادارو کې د امنیتي سرتېرو ځای پر ځای کول وغندل.

د مظاهره کوونکو د تورونو په اړه مو د ښځو پوهنتون له ویاند سره رابطه وکړه خو بریالي نشو. البته څو ورځې مخکې د بلوچستان تعلیم وزیر عبدالرحیم زیارتوال د اسمبلۍ غونډې ته ویلي ول چې حکومت یې هېچا ته د میرټ یا وړتیاو له اصوله د سرغړونې اجازه نه ورکوي او هر زده کوونکي ته هرو مرو په تعلیمي ادارو کې داخله ورکوي او ګمارنې هم د میرټ پر بنسټ کېږي.

XS
SM
MD
LG