د لاسرسي ځای

جرمني په اروپايي ټولنه کې د سربیا ګډون ملاتړ کوي


د جرمني بهرنیو چارو وزیر زېګمار ګیبریل

د جرمني بهرنیو چارو وزیر وویل چې برلین دې ته چمتو دی چې له اروپایي ټولنې سره د سربیا د یوځای کېدو ملاتړ وکړي.

زېګمار ګیبریل زیاته کړه چې د بالکان دغه هېواد باید د دې لپاره اصلاحاتو ته ادامه ورکړي او هڅې وکړي چې له کوسوو سره اړیکي ښه کړي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د سربیا له منتخب ولسمشر الکساندر ویچیچ سره په بلغراد کې د چارشنبې په ورځ تر لېدو وروسته دا خبره هم وکړه چې سربیا په سیمه کې د ثبات عامل شوې ده.

کوسوو په ۲۰۰۸ز کال کې له سربیا څخه خپلواکي اعلان کړه او د نړۍ ۱۱۴ هېوادونو په رسمي توګه منلی ده خو بلغراد یې لاهم په رسمیت نه پيژني.

XS
SM
MD
LG